په هالنډ کې چارواکي وایي چې د یو پل د یوې برخې د غورځېدو له کبله دوه کسان مړه شوي او دوه نور ژوبل دي.
پېښه د هالنډ په ختیځ کې د چهارشنبې په ورځ فبروري ۲۱ (حوت دویمه) شوې ده. دا پل تر رغونې لاندې و.
کارکوونکو د پل یوه برخه ځای په ځای کوله چې مزي او کیبلونه یې شلیدلي او غورځېدلې ده.
د فرانس پرس اژانس یو خبریال ویلي دي چې د پېښې ځای ته پولیس، انجینران او د اطفايي ماموران رسېدلي او بره په فضا کې الوتکې څرخېدې.
چارواکي وايی د دویم کس مړی له څو ساعتونو وروسته اېستل شوی دی.
مقامات وایي یو کس د بلجیم و او بل د پولنډ و. د مړه شویو کسانو نومونه او هویت څرګند شوي نه دي.
د سیمې ښاروال سباستین وان ت اروه وویل چې دې پېښې ټول غمژن کړي دي. هغه وايي: «شل کاله کېږي د دې سړک په پلان کار کوو، پنځه کال کېږي د رغونې چارې روانې يی، مګر په یوه ورځ کې هر څه خراب شول، دوه تنه مړه شول او دوه تنه نور ژوبل شول.»
ښاروال وویل چې لا د پېښې دقیق علت معلوم نه دی او پلټنه روانه ده. سیمه ایزې رسنۍ وایي کارکوونکو پایې بره خېژولې چې دا پېښه او یوه «غټه چاودنه» وشوه.
د هالنډ صدراعظم مارک روټ دا پېښه یوه غمیزه بللې او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده.