له امریکا څخه ترکیې ته د روانې الوتکې پیلوټ د پرواز پر مهال مړ شوی

دې الوتکې د استانبول په نیت د امریکا په لویدیځ کې له سیاټل ښار څخه الوتنه کړې وه.

د ترکیې د هوايي شرکت یوه الوتکه چهارشنبې اکتوبر نهمه (تلې ۱۸) وروسته له هغه بیړنۍ ناستې ته اړه شوه چې پیلوټ یې د پرواز په جریان کې مړ شو.

ددغه شرکت ویاند یحیا اوستون ویلي چې دې الوتکې د سه شنبې په ماښام د استانبول په نیت د امریکا په لویدیځ کې له سیاټل ښار څخه الوتنه کړې وه.

اوستون په ایکس شبکه کې لیکلي: "زموږ د ۳۵۰ ایربس ټي کې ۲۰۴ نمبر له سیاټل څخه استانبول ته د پرواز پیلوټ د الوتنې پرمهال سکته کړې ده."

هغه زیاته کړې: "هغه ته په الوتکه کې د بیړنۍ طبي مرستې له ناکامېدو وروسته، د الوتکې د عملې یو بل پیلوټ او د هغه همکار پیلوټ پریکړه وکړه چې بیړنۍ ناسته وکړي."

دغې الوتکې په نیویارک کې بیړنۍ ناسته کړې خو پیلوټ یې ځمکې ته له رسېدو وړاندې مړ شوی دی.

اوستون لیکي، ۵۹ کلن پیلوټ، چې له ۲۰۰۷ کال راهیسې یې د ترکیې د هوايي شرکت سره کار کاوه، د مارچ په میاشت کې یې یوه طبي معاینه کړې وه او ددغې معاینې له مخې یې کومه روغتیايي ستونزه نلرله.