ترکیې پر امریکايي پوځیانو د برید په تور ۱۵ تنه نیولي

د ترکیې په ازمیر کې پولیس (د ارشیف عکس)

په ترکیې کې چارواکي وايي ددغه هېواد په لویدیځ ازمیر ولایت کې د ترکي ځوانانو یوې ډلې پر دوو امریکايي سرتیرو برید کړی او په تړاو یې ۱۵ بریدګر نیول شوي دي.

د ازمیر د والي دفتر ویلي د ملتپاله وطن ګوند اړوند د ترکي ځوانانو د ټولنې غړو دوشنبې سپتمبر دوهمه (وږي ۱۲) په کوناک ښارګوټي کې پر دوو امریکايي سرتیرو باندې چې ملکي لباس یې بر تن و، "فزیکي برید" کړی.

د ولایت د دفتر په وینا، د پیښې له لیدلو وروسته پنځه نور امریکايي پوځیان هم په پېښه کې دخیل شوي، پولیسو ۱۵ برید کوونکي نیولي او د پېښې په تړاو تحقیقات پیل شوي دي.

د سپینې ماڼۍ یو ویاند دوشنبې وویل چې واشنګټن ددې پېښې له کبله "اندېښمن" شوی، خو زیاته یې کړه چې "د ترکیې پولیس د ستاینې وړ دي چې دا موضوع یې جدي ګڼلې او مسئول کسان یې نیولي دي."

په ترکیې کې د متحده ایالاتو سفارت پېښه تائید کړې او ویلي یې دي چې له برید سره مخامخ شوي سرتیري روغ دي.

په ایکس شبکه کې د دوشنبې په ورځ خپور شوي د سفارت په بیان کې راغلي: "موږ تائید کولی شو چې د امریکا د واسپ په بیړۍ کې سفرکوونکي سرتیري نن په ازمیر کې د برید ښکار شوي دي. هغوی اوس روغ دي."

د ترکي ځوانانو ټولنې په ایکس کې یوه ویډیو خپره کړې چې پکې یوه ډله کسان ښودل کیږي چې په سرک یې یو کس نیولی، په سر یې یوه سپینه کڅوړه وراغوندي او شعارونه ورکوي.

دې ډلې ویلي چې دا کس د امریکا د یو ایس ایس واسپ جنګي بیړۍ سرتیری دی. په انقره کې د امریکا سفارت ویلي چې دغه بیړۍ په روانه اونۍ کې ازمیر ته څېرمه د ترکیې په لویدیځ ساحل کې لنګر اچولی دی.

د ترکي ځوانانو ټولنې ویلي: "د متحده ایالاتو سرتیري چې لاسونه یې زموږ د سرتیرو او زرګونو فلسطینیانو په وینو ککړ دي، زموږ هیواد نشي ککړولی. هرکله چې تاسو زموږ خاورې ته راځئ، موږ به درسره داسې چلند کوو چې تاسو یې مستحق یاست."

دا مطلب هم ولولئ اردوغان پر امریکا د فشار راوړلو غږ وکړ چې د اسرائیل د یرغل مخه ونیسي

د متحده ایالاتو او ترکیې اړیکې په وروستیو کلونو کې د سوریې له کردانو سره د متحده ایالاتو د اتحاد او له روسیې څخه د انقرې د وسلو پېرلو له کبله خړې پړې شوي دي.

په غزه کې د اسرائیل او حماس جګړې هم د دواړو هېوادونو اړیکې اغېزمنې کړي دي. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان په غزه کې د پراخې مرګ ژوبلې له کبله د واشنګټن پر متحدینو سختې نیوکې کړي دي.

د دې میاشتې په پیل کې، په ترکیه کې د متحده ایالاتو سفیر وویل چې د متحده ایالاتو او ترکیې اړیکې اوس "د پخوا په پرتله ښه شوي دي." هغه د متحده ایالاتو او روسیې ترمنځ د بندیانو په وروستۍ تبادله کې د ترکیې د "ګټور رول" یادونه وکړه.