غزې کې د اوربند هلو ځلو په لړ کې د ټرمپ استازي د نتنیاهو سره کتلي

د منځني ختیځ لپاره د متحده ایالاتو د منتخب جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي، سټیف ویټکوف شنبه جنوري ۱۱ (مرغومي ۲۲) پداسې حال کې په اسرائیل کې د صدراعظم بنیامین نیتنیاهو سره کتلي چې په غزې کې د اوربند لپاره خبرو بیا زور اخیستی.

ښاغلي ویټکوف اسرائیل ته تر تګ وړاندې په قطر کې د جمعې په ورځ د دې هیواد د صدراعظم شیخ محمد بن عبدالرحمان الثاني سره وکتل.

سره لدې چې د قطر د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې ددې ملاقات جزیاتو په هکله معلومات ندي ورکړل شوي خو د مصر یوې امنیتي سرچینې ویلي چې د متحده ایالاتو دې ځانګړي استازي قطر او مصر ته ډاډ ورکړی چې په غزې کې د جګړې پای ته رسیدو لپآره به د یوې "عادلانه موافقې" لپاره کار وکړي.

د اسرائیل د صدراعظم دې امریکايي چارواکي سره تر ملاقات وروسته د هیواد د استخباراتي ادارې ، موساد مشر په ګډون یو جګپوړی پلاوی قطر ته واستاوه چې د حماس ډلې سره د برمته شویو کسانو راخلاصون په هکله خبرې پر مخ یوسي.

اسرائیلي چارواکو د شنبې په ورځ وختي ویلي چې په قطر کې د سولې په خبرو کې یو څه پرمختګ شوی. متحده ایالات، مصر او قطر پدې خبرو کې منځګړتوب کوي.

دا مطلب هم ولولئ حماس وایي د اوربند نوي وړاندیز له مخې به ۳۴ برمته شوي کسان خوشې کړي

تر دې وړاندې د حماس ډلې ژمنه کړې وه چې د اوربند په لومړي پړاو کې به یو شمیر برمته شوي کسان خوشې کړي.

د حماس یو چارواکي د همدي تیرې یکشنبې په ورځ جنوري پنځمه ویلي و چې د اسرائیل سره د اوربند په هکله راتلونکي احتمالي تړون کې دا ډله د ۳۴ برمته شویو کسانو خوشې کیدو لپاره چمتو ده.

د حماس دې چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مطبوعاتو ته ویلي چې د اوربند موافقې له مخې په لومړي پړاو کې به دا ډله ټولې میرمنې، ماشومان، د پاخه عمر کسان او ناروغان خوشې کړي.

دې چارواکي همدارنګه پرته لدې چې نور جزیات ورکړي، ویلي چې یو شمیر برمته شوي کسان مړه شوي او دا ډله لا ډیر وخت ته اړتیا لري چې ددې برمته شویو کسانو وضعیت معلوم کاندي.

دې چارواکي زیاته کړه، " حماس موافقه کړې چې ۳۴ بندیان خوشې کړي، مړه یا ژوندي. خو دا ډله د یوې اوونۍ آرامۍ ته اړتیا لري چې د بندي کوونکو سره وغږیږي او معلومه کړي چې څومره برمته شوي ژوندي دي او څومره یې مړه شوي".

د قطر، مصر او متحده ایالاتو منځګړي د څو میاشتو راهیسې په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ اوربند په خبرو کې منځګړتوب کوي خو پدې خبرو کې یو مهم خنډ دا دی چې اسرائیل په دایمي توګه اوربند کیدو باندې نه راضي کیږي.