ټرمپ غواړي کاري لېک د امریکا غږ د رئیسې په توګه وګماري

کاري لېک د ډونالډ ټرمپ سیاسي ملګرې ده.

د متحدو ایالتونو منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي پلان لري چې امریکايۍ سیاستواله او په اریزونا ایالت کې پخوانۍ خبریاله کاري لېک د امریکا غږ د رئیسې په توګه وګماري.

ټرمپ د چهارشنبې په ورځ ډسمبر ۱۱ (لیندۍ۲۱) په خپلې ټولنیزې رسنۍ «تروث سوشل» کې ولیکل چې کاري لېک به د امریکا غږ د مشرې په توګه وګمارل شي.

کاري لېک د ټرمپ نژدې سیاسې ملګرې او د اریزونا په مرکز فنیکس کې د فاکس نیوز تلویزون نطاقه وه. کاري لېک ۲۷ کاله په رسنیو کې کار کړی او په ۲۰۲۱ کال کې یې خبریالي پرېښوده او د اریزونا ایالت د ولایت مقام ته کاندیده شوه.

نوموړې په ۲۰۲۴ کې د سنا ټاکنو ته هم ولاړه وه، خو بریالۍ نه شوه، هغې ویلي وو چې «اریزونا باید د امریکا لومړۍ تګلارې د معیار لېږدوونکې» وي.

ټرمپ همدغه راز اعلان کړی‌ چې ډېر ژر به د متحدو ایالتونو د نړیوالو رسنیو د ادارې لپاره هم مشر ونوموي، دا اداره د امریکا غږ او د امریکا نورې تمویل کېدونکې رسنۍ څاري. ولسمشر د متحدو ایالتونو د نړیوالو رسنیو د ادارې مشر غوره کوي‌ او د امریکا سنا یې باید تائید کړي. ټرمپ ویلي چې د دغې ادارې د مشرتوب لپاره به د هغه منتخب کس له کاري ‌لېک سره له نژدې کار کوي.

د دغې عامه تمویل کېدونکې ادارې اجرايي مشر ډاډ ترلاسه کوي چې خپروونکې ادارې خپل ماموریتونه مخې ته وړي، هغو هېوادونو ته چې د رسنیو محدوده ازادي‌ لري، باور و او دقیق ژورنالیزم وړاندې شي.

د امریکا غږ اوسني مشر مایک ابرامویتز د پنجشنبې په سهار ډسمبر ۱۲ (لیندۍ۲۲) کارکوونکو ته په یو استول شوي ایمیل کې ویلي، چې د چهارشنبې په شپه یې د کاري لېک په اړه اعلان لوستی او د ټولنیزې رسنۍ له پوست وراخوا نور معلومات ورکړل شوي نه دي.

هغه لیکلي دي: «زه دواړو د متحدوایالتونو د نړیوالو رسنیو د ادارې او امریکا غږ لپاره د ارام انتقال هرکلی کوم. زه به د نوې ادارې سره همکاري کوم او پروسه به تعقیبوم.»

د ۲۰۲۰ کال قانون چې د دې ادارې مدیریت یې تشکیل کړ

د متحدو ایالتونو د نړیوالو رسنیو د ادارې اجرايي مشر د دغې شبکې د مشرانو د ګمارلو او منفک کولو صلاحیت لري، خو د ۲۰۲۰ کال د ډسمبر په میاشت کې یو قانون، چې جمهوریت غوښتونکو او دیموکراتانو په کډه تصویب کړ، د شبکې په مشرتابه کې تغیرات د نړیوالو نشراتو د مشورتي بورډ د رایو اکثریت ته ضرورت لري.

دا بورډ د بهرنیو چارو د وزیر ترڅنګ شپږ غړي لري چې ولسمشر یې ټاکي. د دوی دنده دا ده چې د بورډ اجرايي مشر ته سلا مشورې ورکړي چې اطمینان ترلاسه شي، چې هغه د شبکو او ادارود تمامیت او استقلالیت درناوی کوي او ډاډ ورکړي چې د خبریالۍ لوړ معیار په پام کې نیول کېږي.

د ایکس په ټولنیزې شبکې کې کاري لېک لیکلي دي ویاړي، چې د امریکا غږ د مشرتوب څوکۍ ته په پام کې نیول شوې ده.

هغې لیکلي‌ دي چې امریکا غږ «یوه مهمه نړیواله رسنۍ» ده چې «د دیموکراسي او حقیقت» ترویجوي. هغه همدغه راز لیکلي دي چې «امریکا غږ به زما تر مشرۍ لاندې په خپل ماموریت ښه والی ترلاسه» کوي.

امریکا غږ هڅه وکړه،‌ چې د کاري لېک د کمپاین د ویبسایټ د مطبوعاتي‌ برخې له لارې‌ په دې اړه د هغې نظر واخلي، خو د دغه راپور تر لیکلو پورې یې ځواب ترلاسه کړی نه دی.

امریکا غږ هره اونۍ په ۴۹ ژبو ۳۵۴ میلیون خلکو ته خپرونې کوي.