د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د 'امریکا لومړۍ پالیسي انستیتیوت' مشره د کرنې وزارت څوکۍ ته معرفي‌کړه


د متحده ایالاتو منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د "امریکا لومړۍ پالیسي د انستیتیوت" اجرائیوي مشره بروک رولینز په خپلې کابینې کې د کرنې وزارت څوکۍ ته معرفي کړه.

ټرمپ په یوې اعلامیه کې ویلي: "بروک زموږ د کرنې د وزیرې په توګه به، د امریکايي بزګرانو د خوندیتوب لپاره، چې په حقیقت کې زموږ د هېواد د ملا تیر ګڼل کېږي، د هڅو رهبري وکړي."

که د متحده ایالاتو سنا هغه تائید کړي رولینز به د ۱۰۰ زره کارکوونکو ادارې مشري وکړي. دغه اداره د امریکا په هر ښار کې دفترونه لري او د کرنې او تغذیې پروګرامونو، ځنګلونو،‌ د کور او فارم پورونو،‌ د خوړو خوندیتوب،‌ د کلیو پراختیا،‌ کرنیزو څیړنو،‌ سوداګري او نورو برخو کې فعالیت کوي.

متحده ایالاتو په ۲۰۲۴ کال کې د کرنې وزارت لپاره د ۴۳۷.۲ میلیارد ډالرو بودجه ځانګړې کړې ده. د رولینز کاري اجنډا به په منزوي شویو سیمو او ښارونو کې د امریکایانو د خوړو د رژیم او تمویل په برخو کې اغیزې ولري.

د کرنې وزارت چارواکي‌ او کارکوونکي د نورو برخو ترڅنګ په سوداګریزو راکړې ورکړې،‌ د خوراکي توکو د نوعیت په تړاو سپارښتنو، د غوښې د کیفیت بررسي او معاینه، په طبیعي ډول د ځنګلونو د اور اخیستلو په وړاندې مبارزې او په منزوي شویو سیمو کې د انټرنټي خدماتو له وړاندې کولو څخه د ملاتړ په برخو کې فعالیت کوي.

ټرمپ په دې اعلامیه کې ویلي: "له امریکايي بزګرانو څخه د ملاتړ،‌ په امریکا کې د خوړو له پلوه په ځان د بسیا کېدو او په کرنې ولاړ د کوچنیو ښارونو د جوړولو په برخو کې د بروک ژمنتیا بې‌سارې ده."

د امریکا لومړۍ پالیسي انستیتیوت یو ښي اړخی څیړنیز مرکز دی چې کارکوونکو یې د ټرمپ له کمپاین سره د هغه د راتلونکې ادارې لپاره د پالیسیو په جوړولو کې مرسته وکړه. بروک د ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې د کورني پالیسي د شورا د مشرې په توګه دنده درلوده.

ټرمپ ویلي چې غواړي یو ځل بیا پر کرنیزو وارداتو باندې لوړې تعرفې ولګوي او ښايي دا تصمیم د کرنې پر سکتور ښې اغیزې ولري.

ډونالډ ټرمپ د متحده ایالاتو په ولسمشریزو ټاکنو کې له بریا وروسته په فلوریډا ایالت کې په خپل استوګنځای کې له خپلې انتقالي ډلې او نژدې ملاتړو سره په سلامشورې د ولسمشرۍ د دویمې دورې لپاره د تګلارو پر بیا کتنې او د کابینې په مهمو څوکیو کې د افرادو په ګومارنې بوخت دی.

د رسنیو د راپورونو له مخې، د جنوبي داکوټا والي کریسټي نوم د کورني امنیت ریاست لپاره او د فلوریډا جمهوري غوښتونکی سناتور مارکو روبیو ښایي د بهرنیو چارو وزارت لپاره د ټرمپ انتخاب وي.

همدا شان د رسنیو د راپورونو له مخې، د امریکا د کانګرس د استازو په جرګه کې د فلوریډا ایالت جمهوري غوښتونکی وکیل مایکل والټز او د امریکا د پوځ یو پخوانی سرتېری چې په افغانستان کې یې هم دنده ترسره کړې، ښایي د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار په توګه وګومارل شي.

ډونالډ ټرمپ دغه راز د استخباراتو ملي ادارې پخوانی مشر جان رټکلیف د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (سی ای اې) د رئیس په توګه غوره کړی دی او د متحده ایالاتو د استازو په مجلس کې د نیویارک ایالت پخواني قانون جوړونکي لي زیلډین ته یې بلنه ورکړې چې د چاپیریال ساتنې ادارې مشري وکړي.

ټاکل شوې چې ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۵ کال د جنوري په ۲۰ د متحده ایالاتو د ۴۷ ولسمشر په توګه لوړه وکړي او له هغې وروسته په رسمي توګه د خپلې دویمې دورې د ولسمشرۍ کار پیل کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG