منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل بریالي انتخاباتي کمپاین تنظیموونکې سوزي ویلز د سپینې ماڼۍ د اداري رئیسې په توګه نومولې او دا لومړی ځل دی چې یوه ښځه په امریکا کې دغه نفوذ لرونکی رول په غاړه اخلي.
په وروستیو ټاکنو کې ویلز ددې لامل ګڼل کیږي چې ټرمپ سږکال د یو ښه او ډسپلین لرونکي کمپاین په چلولو توانېدلی او اټکل کېده چې هغه به د سپینې ماڼۍ د اداري چارو ریاست ته ونومول شي.
د ټرمپ د کمپاین د مسئولې په توګه د ویلز رول تر ډېره پټ پاتې وو تر دې پورې چې د چهارشنبې په سهار په انتخاباتو کې د ټرمپ د بري له اعلان وروسته یې هم له عامه وینا کولو څخه ډډه وکړه. د نوموړې په اړه ویل کیږي چې ددې لپاره یې د کمپاین د مسئولې په توګه د خپل رول له اعلانېدو مخنیوی کړی چې په نښه نشي.
د سپینې ماڼۍ د اداري رئیسې په توګه د ویلز نومول د منتخب ولسمشر په توګه د ټرمپ لومړۍ لویه پریکړه ده او ټاکل شوې چې په راتلونکو ورځو کې هغه د فدرالي حکومت د چلولو لپاره نور چارواکي هم ونوموي.
ویلز که څه هم په حکومت کې د کار کولو ډیره تجربه نه لري خو د منتخب ولسمشر سره نږدې اړیکې لري. د کمپاین په ترڅ کې د خپلو ښو اړیکو په اساس ویلز توانېدلې ټرمپ وهڅوي چې په ټاکنیزو هلوځلو کې د هغې مشورې تعقیب او پلې کړي.
ټرمپ په یو بیان کې وویل: "سوزي سخته، هوښیاره نوښتګره ده او په ټوله نړۍ کې ستایل شوې او درناوی یې کیږي. سوزي به د امریکا د بیا عظمت لپاره نه ستړي کیدونکي کار ته دوام ورکړي. دا د ویاړ ځای دی چې سوزي د متحده ایالاتو په تاریخ کې په لومړي ځل یوه ښځینه د سپینې ماڼې د اداري مشرې په توګه ټاکل کیږي. زه هیڅ شک نه لرم چې پر هغې به زموږ هیواد ویاړي."
د سپینې ماڼۍ اداري رئیسان معمولا د ولسمشر د باوري کس په توګه کار کوي او د هغه د اجنډا په پلې کولو او په سیاسي تګلارو کې د لومړیتوبونو په ټاکلو کې ورسره مرسته کوي.
ویلز د اوږدې مودې راهیسې په فلوریډا کې اوسیږي او د جمهوري غوښتونکو د ستراتیژیستې په توګه یې په ۲۰۱۶ او ۲۰۲۰ کې همد ټرمپ کمپاینونه پرمخ وړي دي. هغې د فلوریډا د والي لپاره په ۲۰۱۸ کې ران ډیسانتیس او په ۲۰۱۰ کې د ریک سکاټ بریالي کمپاینونه اداره کړي دي.
ددې مطلب په چمتو کولو کې د اسوشیتد پرس اژانس معلومات کارول شوي دي.