د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم پوله د شنبې په ورځ فبروري ۲۵ (کب شپږمه) په بشپړ ډول خلاصه او د دواړو غاړو څخه د سوداګریزو او صحي توکو انتقال هم پیل شو.
د طالبانو د حکومت د ګمرکاتو یو چارواکي مسلم خیبر د شنبې په ورځ وویل د تورخم پوله د سهار په ۶ بجو خلاصه شوه.
نوموړي زیاته کړه:" لار اوس د دواړو خواوو څخه هم عامو خلکو او هم تجارانو ته خلاصه ده."
د پاکستان د ګمرک یو چارواکي هم د فرانسې خبري آژانس ته وویل" لارۍ موټرونو چې وریجې، سمنټ، ساختماني مواد، درمل او نور خوراکي توکي لیږدول، افغانستان ته داخل شول."
نوموړي زیاته کړه د افغانستان له لوري هم په ډبرو سکرو، سابو او میوو بار موټرونه پاکستان ته داخل شول.
د تورخم پوله د تیرې یکشنبې په ورځ د طالبانو له خوا ظاهرا پاکستان ته د تلونکو افغان ناروغانو سره د مل کسانو لپاره د اسلام آباد له خوا د اسنادو د نویو مقرراتو د وضع کیدو سره د مخالفت له امله وتړله.
پاکستاني چارواکو هیڅ وخت ددغو نویو مقرراتو د وضع کیدو پخلی ونکړ.
د تورخم د پولې له تړل کیدو یوه ورځ وروسته د دوشنبې په ورځ فبروري ۲۰ د دواړو لورو د سرحدي ځواکونو ترمنځ ډزې هم تبادله شوې، هر لوري مخالف طرف د تاوتریخوالو په رامنځ ته کیدو تورن کړ.
خو د پاکستان د ګمرک یو چارواکي نن شنبه وویل د ناروغانو سره مل افغانانو ته د خپلې افغاني تذکرې په ښودلو سره هغه هیواد ته د داخلیدو اجازه ورکړل شوه.
په ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییزو مسؤلینو د جمعې په ورځ وویل، له پاکستاني لوري سره تر مذاکراتو وروسته د تورخم دروازه په مشروط ډول دواړو خواو ته د بند پاتې مسافرینو د تګ راتګ پر مخ خلاصه شوه.
د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته، د طالبانو او پاکستان اړیکي ترینګلي شوي، اسلام آباد پر افغان طالبانو تور پورې کوي چې اورپکو ډلو ته یې پناه ورکړې او دا ډلې له هغه ځایه د پاکستان پر خاوره بریدونه کوي خو طالبان دا تورونه نه مني.
د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې چې تر ډیره غرنۍ سیمه ده څو ځله نښتې هم شوي او د تګ راتګ او د توکو د انتقال لارې تړل شوي دي؛ هغه کرښه چې د افغانستان واکمنو حکومتونو هیڅکله په رسمیت پيژندلې نده.
افغانستان او پاکستان دواړه اقتصادي مشکلات لري، افغانستان د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته د نړیوالو مرستو د کمیدو له امله ستونزو سره مخ دی او پاکستان د انرژۍ د لوړ قیمت، لویو پورونو او د ارزي کړکیچ سره لاس او ګریوان دی.