امریکايي چارواکي وايي چې په چین کې د متحدو ایالتونو درې خوشي شوي اتباع، چې له کلونو راهېسې هلته بندیان وو، د تکزاس ایالت ته رسېدلي دي.
دغه کسان د واشنګټن او بیجنګ ترمنځ د بندیانو په تبادلې کې پرېښودل شول. سپینې ماڼۍ د بندیانو د تبادلې دا معامله تېره ورځ اعلان کړه، دا د دواړو هېوادونو ترمنځ یو بېساری دیپلوماتیک تړون بلل کېږي او په داسې حال کې شوی، چې د ولسمشر جوبایډن د جمهوري ریاست دوره په ختمېدو ده.
بیجینګ د پنجشنبې په ورځ نومبر ۲۹ (لیندۍ نهمه) اعلان وکړ، چې له متحدو ایالتونو څخه څلور چینايي اتباع بیجنګ ته رسېدلي دي.
چینايي مقامات وایي په دوی کې درې هغه کسان دي، چې «د سیاسي اهدافو» له کبله نیول شوي وو. څلورم چینايي وګړی هغه کس ښودل شوی، چې د جنايتونو له کبله چین غوښته او په متحدو ایالتونو کې اوسېده.
د چین حکومت د دغو څلورو کسانو هویت نه دی ښکاره کړی.
خوشي شوي درې امریکايي اتباع مارک سویډان، کای لي او جان لیونګ د پنجشنبې په شپه د تکزاس ایالت د سن انتونیو پوځي اډې ته ورسېدل.
د امریکا ولسمشر جوبایډن د پنجشنبې په سهار خبریالانو ته وویل چې له دریو واړو سره یې خبرې کړي دي. هغه وویل: «زه ډېر خوشحال یم چې هغوی بېرته په کور شول.»
د دغو امریکايي اتباعو په اړه ویل کېدل چې په ناقانون توګه نیول شوي وو. سویډان د مخدره توکو د تورونو له کبله د مرګ له سزا سره مخامخ و او لي لیونګ د جاسوسۍ په تور بندي شوی و.
په یوې بلې جلا خو له موضوع سره په تړلې مسئلې کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ چین ته د امریکایي اتباعو د سفر په اړه د خپل خبرداري درجه له «درېیمې» څخه «دویمې» ته راکمه کړه او اوس یې امریکایانو ته لارښوونه دا ده چې چین ته د «سفر په مهال له زیات احتیاط څخه کار» واخلي.
تر دې مخکې یې امریکایي اتباعو ته ویلي وو چې په ناقانونه توګه د نیول کېدو له کبله چین ته د خپل سفر په اړه «بیا کتنه» وکړي.
د بندیانو دا تباده داسې مهال کېږي چې چین دوې میاشتې مخکې یو بل امریکایي پادري ډیویډ لېن خوشې کړ، دغه کس په قرارداد کې په درغلۍ محکوم شوی و او تقریبآ ۲۰ کاله یې په زندان کې تېر کړي وو.
متحدو ایالتونو د اګست په میاشت کې له روسیې سره هم د بندیانو تبادله وکړه، چې دوه امریکايي خبریالان السو کورماشوا و ایوان ګرشکویچ او همدغه راز د امریکا د سمندري ځواکونو پخوانی غړی پال ویلان او د امریکا یو بل دایمي استوګن (ګرین کارت لرونکی) او د روسیې سیاسي مشر ولادیمیر کارا مورزا خوشې شول.
د دغه راپور ځینې معلومات د اسوشیتډپرس او رویټرز څخه اخیستل شوي.