سپینې ماڼۍ د چهارشنبې په ورځ، نومبر ۲۷ (لیندۍ ۷مه) تائید کړه، چې درې امریکايي اتباع چې له ډېرو کلونو راهیسې په چین کې بندیان وو، خوشې کېږي او امریکا ته ستنېږي.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا د ویاند دفتر د یو بیان په خپرولو سره وویل: "موږ خوښ یوو چې د چین د ولسي جمهوریت له زندان څخه د مارک سویډان، کای لی او جان لیونګ د خلاصون خبر اعلانوو."
پداسې حال کې چې د جو بایډن د ولسمشرۍ پای ته رسیدو ته د دوه میاشتو څخه لږ وخت پاتې دی، دا پرمختګ د بایډن ادارې لپاره ډپلوماتیکه بریا ګڼل کیږي.
په اعلاميه کې ويل شوي چې د دغو درېيو کسانو په خوشې کېدو سره "ټول هغه امريکايي اتباع چې په چين کې په ناسمه توګه بنديان شوي وو، خوشې شول."
سویډان د مخدره توکو اړوند تورونو کې په مرګ محکوم شوی و او لی او لیونګ د جاسوسۍ په تور په بند محکوم شوي وو.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا د ویاند دفتر په یوه بیان کې ویلي: "دوی به ژر راستانه شي او د څو کلونو وروسته به د لومړي ځل لپاره له خپلو کورنیو سره یو ځای شي."
د امریکا حکومتي مقاماتو ویلي دي چې بایډن او د هغه همکارانو څو څو ځله له بیجینګ سره د دغو دریو امریکايي اتباعو د خلاصون مسله راپورته کړې وه.
په یو تازه تماس کې بایډن د دې میاشتې په پیل کې، په پیرو کې د آسیا - آرام سمندر د اقتصادي همکارۍ غونډې په څنډه کې د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره د مخامخ لیدنې په ترڅ کې، د چین له زندان څخه د دغو دریو امریکایي اتباعو په خوشې کولو ټینګار وکړ.
بایډن د خپلې ولسمشرۍ پر مهال تر ۷۰ ډېر امریکايي اتباع چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې په ناعادلانه او ناسمه توګه بندیان شوي وو، له زندان نه خوشي او بېرته یې امریکا ته راستانه کړل.
د بشري حقونو ډلې وايي، چې تر ۴۰ ډېر نور امریکايي اتباع اوس هم په لسګونو هېوادونو کې یرغمل او یا هم بندیان دي.
فورم \ دبحث خونه