د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد داعش په افغانستان کې یوه ځپل شوې ډله بولي، خو وايي چې د دغې ډلې بریدونه په یاد هیواد کې یو نیم سلنه امنیتي ستونزې دي.
هغه د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي تلویزیون سره مرکه کې ټینګار کړی چې داعش ډله په افغانستان کې فزیکي حضور نلري او نسبت تیرو کلونو ته چې داعش ډله په څو ولایتونو کې فعاله وه، اوس مهال "د سیمې هیڅ یوه برخه تر خپل کنټرول لاندې نلري".
مجاهد وویل: "په پټه او په ډېر مهارت سره زیاد کوښښ کوي چې د خلکو له ګڼې ګوڼې یا ښارونو څخه ناوړه استفاده وکړي،کله چاودنې کوي، ځینې وختونه چاودنې یې هغه تجربه چې موږ یې لرو او د افغانستان خلکو ولیدلې، دغه (بریدونه) نژدې یو یا ۱.۵ سلنه امنیتي مشکل دی."
د طالبانو د حکومت ویاند ادعا وکړه چې د دوی سرتیرو د داعش د مهارولو زیات کوښښ کړی، څنګه چې هر ځای برید شوی دی، د داعش ډلې د غړو پر ضد عملیات تر سره شوي دي او په دریو ورځو کې د هغوی بنیاد له منځه وړل شوی دی.
هغه د داعش ډلې پر ضد د طالبانو جدیت ته په اشارې وویل: "د دې باوجود چې دومره جدیت شتون لري، بیا هم ځیني هیوادونه د هغوی د فعالیت تورونه لګوي او یا وايي چې داعش فعال شوی دی او شپږ میاشتې وروسته ګواښل کیږي، دا د تبلیغاتو او پروپاګند یوه برخه ده چې موږ یې ردوو."
پدې وروستیو کې د امریکا متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ مشر مایکل کوریلا دوې اونۍ مخکې ویلي و چې داعش ډله به تر شپږو میاشتو له افغانستان څخه بهر د امریکا متحده ایالاتو پر ګټو او نورو لوېدیځو هیوادونو د برید توان پیدا کړي.
جنرال کوریلا زیاته کړې وه چې داعش ډله د افغانستان له پلو څخه د خپلو جنګیالیو ایستلو ته نژدې شوې ده چې په خبره یې په اروپا او اسیا کې به د امریکا او لوېدیځو هیوادونو ګټې هدف وګرځوي.
د امریکا متحده ایالاتو د استخباراتو رئیس جنرال اسکات، د داعش خراسان څانګې د توانايي په اړه کانګرس ته د معلوماتو ورکولو پرمهال ویلي و چې دغه ډله وخت ته منتظیره ده چې پر لوېدیځ برید وکړي.
پر همدې مهال د روسیې په مشرۍ د ډله ییز امنیت تړون یو ځل بیا د افغانستان له پولو څخه د ترهګرۍ د نفوذ د پراخېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې له افغانستان څخه د دغه سازمان غړو هیوادونو ته د تروریستي ډلو د نفوذ خطر شته.
د روسیې ټاس خبري آژانس د راپور له مخې د دغه سازمان منشي ایمانقلي تاسماګمبتوف د مارچ ۳۱ (وري ۱۱) د دغه سازمان د لوړپوړو چارواکو په غونډه کې ویلي: "د ډله ییز امنیت تړون کې زموږ متحدو هیوادونو ته د افراطي افکارو او تروریستي ډلو د نفوذ خطر وجود لري."
دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو حکومت تر حاکمیت وروسته د مرکزي اسیا یو شمېر هیوادونو د افغانستان د امنیتي وضعیت په ځانګړي ډول د داعش ډلې د احتمالي حضور په اړه اندېښنې ښودلې او په دې اړه یې غونډې کړي دي.
تر دې مخکې د روسیې په مشرۍ د ډله ییز امنیت (CSTO) د تړون د قواو لوی درستیز اناتولي سیدوروف ویلي و چې، د منځنۍ اسیا د ثبات لپاره تر ټولو لوی ګواښ هغه سخت دریځه ډلې دي چې په افغانستان کې یې پښه ټینګه کړې ده.
هغه ویلي و چې د اسلامي دولت د ترهګرې ډلې ولایت خراسان - څانګې د غړو شمېر ۶۵۰۰ ته رسېدلی، چې تر ۴۰۰۰ پورې وسله وال یې د هغه په خبره د تاجیکستان د پولې په اوږدو کې په بدخشان، کندز او تخار ولایتونو کې ځای پر ځای شوي دي.
خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دغه اندېښنو ته په ځواب کې وویل چې کېدایسي دغه هیوادونه خپله وغواړي د داعش لوی ښودلو ته کار وکړي: "هغوی غواړي چې داعش یوه لویه پدیده او ډېر لوی خطر وښيي، او بیا دهغه له شتون څخه ناوړه استفاده وکړي، یا د افغانستان د خلکو په وړاندې او یا هم د نظام په وړاندې تبلیغاتي استفاده وکړي."
له دې سره هم مهاله د طالبانو حکومت د استخباراتو ریاست ویلي چې د داعش ډلې یو فعال غړی یې د یو لړ پېچلو عملیاتو پرمهال نیولی دی چې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د داعش ډلې په نظارت کې فعال رول لاره.
د طالبانو د استخباراتو په دغه اعلامیه کې راغلي چې دغه نیول شوي کس د بلخ لپاره د طالبانو پر والي محمد داود مزمل، تبیان فرهنګي مرکز، سه دوکانه جومات، د ملکي وګړو د عملې پر موټر او د سمنګان ولایت په مرکز ایبک کې په یوې دیني مدرسې کې په تر سره شوو چاودنو کې لاس لاره.
طالبانو دغه کس عین الدین (محمد) د عبدالوکیل زوی معرفي کړی او ویلي یې دي چې د بامیان ولایت د سیغان ولسوالۍ اوسېدونکی دی.