طالبانو افغانستان ته د ۲۰۰۵ کال څخه ښکته ماډل موټرونو واردول منع کړي

د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت وايي چې افغانستان ته د هغو موټرونو پر واردولو بندیز لګیدلی چې ماډل یې له ۲۰۰۵ کال څخه ښکته وي.

دغه وزارت د یکشنبې په ورځ د جون ۱۶ (غبرګولي ۲۷) یوې اعلامیه کې ویلي چې دا تصمیم د طالبانو د کابینې پریکړې او د دغې ډلې د مشر د حکم په اساس نیول شوی دی.

په اعلامیه کې راغلي:‌"د افغانستان لاس هغه موټرونه چې ماډل یې له ۲۰۰۰ څخه تر ۲۰۰۵ کال پورې دي او د دې حکم له پلي کیدو څخه مخکې هیواد ته را وارد شوي او اوس مهال په ګمرکونو کې په معلوم مقدار قید ولاړ دي ګمرکي پړاوونه یې په دوو میاشتو کې د روان کال د زمری تر ۲۴مې پورې ترسره کیږي او له دې وروسته د ۲۰۰۵ څخه ښکته ماډل موټرونو په تورید لګول شوی بندیز په جدي‌ ډول پلی کیږي."

طالبانو په اعلامیه کې خبرداری ورکړی دی چې له دې وروسته هیچا ته اجازه نه ورکوي چې افغانستان ته د ۲۰۰۵ ماډل څخه ښکته موټر وارد کړي.

د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت په اعلامیه کې راغلي چې د دغه حکم په اساس له افغانستان څخه بهر ته دسوداګریزو او شخصي وسایطو پر صادرولو باندې لګول شوی بندیز لرې شوی دی.

دغه وزارت ویلي:"د ریاست‌الوزرا د عالي‌ مقام دریمه ګڼه حکم چې د هر ډول وسایطو صادرول منع شوي و، له دې وروسته سوداګریز وسایط او هغه وسایط چې شخص یې اسناد ولري د ریاست‌الوزرا له یاد حکم څخه مستثنی دي".

همداشان د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت ویلي هغه باروړونکي موټر چې د ترانزیت لپاره د افغانستان خاورې ته دننه کیږي او قانوني اسناد لري په ټول افغانستان کې د تګ راتګ اجازه لري.