د یوناما سرپرست د ښځو پر کار د بندیز په اړه د طالبانو د اقتصاد له وزیر سره خبرې کړي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یا (یوناما) سرپرست ډاکټر رامیز الاکبروف په غیر دولتي موسسو کې د ښځو د کار د بندیز په اړه د طالبانو حکومت د اقتصاد له سرپرست وزیر دین محمد حنیف سره خبرې کړي دي.

یوناما نن دوشنبه ډسمبر ۲۶ (مرغومې پنځمه) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې ښاغلي الاکبروف د طالبانو د اقتصاد له وزیر سره لیدنه کې له نوموړي غوښتي چې په غیر دولتي موسسو کې د ښځو پر کار د بندیز پرېکړه بیرته واخلي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ په دې اړه ویلي: "د یوناما سرپرست نن په کابل کې د طالبانو د اقتصاد له وزیر محمد حنیف سره وکتل او له هغه یې وغوښتل چې په غیر دولتي موسسو او انجوګانو کې له بشردوستانه کارونو څخه د ښځو د منع کولو پریکړه بیرته واخلي."

د یوناما سرپرست زیاته کړې په ملیونونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري او په دې برخه کې یې د خنډونو پر لیري کولو ټینګار کړی دی. د طالبانو اقتصاد وزارت تر دا مهاله د دغه لیدنې په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو د اقتصاد وزارت تیره ورځ په یو مکتوب کې ښځې او نجونې په داخلي او بهرنیو غیر دولتي سازمانونو او موسسو کې له کار کولو منع کړلې.

په دغه مکتوب کې چې د طالبانو د اقتصاد د سرپرست وزیر دین محمد حنیف له خوا لاسلیک شوی، راغلي چې د دې پرېکړې لامل "د اسلامي حجاب نه مراعات" دی.

د طالبانو حکومت د اقتصاد وزارت لخوا په بهرنیو او کورنیو غیر دولتي مؤسسو کې د میرمنو په کار کولو تر بندیز وروسته، روانه یو شمېر هیوادونو او نړیوالو بنسټونو په دغه هیواد کې د مرستو رسولو بهیر کې د احتمالي ستونزو رامنځته کېدو په اړه اندېښنې وښودلې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو بلینکن د اندېښنې په ښودلو سره ویلي و چې د طالبانو دغه تازه اقدام به په افغانستان کې د میلیونونو کسانو لپاره د بشري مرستو رسولو بهیر له ستونزو سره مخ کړي.

د سیمې لپاره د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق مدیر جورج لایا ادجي هم د یکشنبې په ورځ ډسمبر ۲۵ (مرغومې څلورمه) ویلي و چې پر افغان مېرمنو د کار به بندیز به، په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو، تغذیې او زده کړو په برخه کې پراخې پایلې ولري.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) هم د طالبانو دغه تازه پرېکړه غندلې وه او ویلي و چې دغه پرېکړه د ښځو بنسټيز حق نقضوي او د بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده.

د اوچا ویلي و چې ټاکل شوې د ملګرو ملتونو چارواکي په دې اړه په افغانستان کې له طالب مشرانو سره خبرې وکړي.

په افغانستان کې په داخلي او بهرنیو غیر دولتي سازمانونو کې د طالبانو له خوا د ښځو د کار د بندیز وروسته څلورو بهرنیو موسسو په افغانستان کې خپل فعالیت وځنډاوه.