طالبان: د روسیې د پارلمان د طرحې تصویب د مسکو او کابل ترمنځ اړیکو کې ښه پرمختګ دی

طالبانو چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړی، تراوسه د روسیې په ګډون هیڅ کوم هیواد او نړیوال سازمان له خوا ددغې ډلې حکومت په رسمیت نه دی پیژندل شوی.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د روسیې د فدراسیون د پارلمان له خوا د هغې طرحې د تائید هرکلی کړی چې له مخې یې د طالبانو غورځنګ نوم په دغه هیواد کې د ممنوعه ډلو له لیست څخه لرې کولو ته زمینه برابروي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د چهارشنبې د ورځې ناوخته ډسمبر ۱۱(لیندۍ ۲۱) د ایکس پر خپله پاڼه په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې دا ګام به د طالبانو د حکومت او روسیې ترمنځ د دواړخیزو اړیکو د کچې لوړولو برخه کې یو خنډ لرې کړي.

هغه ویلي: "د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت [طالبانو حکومت] د روسیې فدراسیون د پارلمان له خوا د هغې طرحې د تائید هرکلی کوي چې له مخې یې د طالبانو غورځنګ "نوم چې پخوا د افغانستان اسلامي امارت [طالبان] پرې یادیده په هغه هیواد کې د ممنوعه ډلو له لیست څخه لرې کولو ته زمینه برابروي. دا ګام د افغانستان او روسیې ترمنځ د دواړخیزو اړیکو د کچې لوړولو برخه کې د یو خنډ لرې کیدل دي او د پام وړ پرمختګ دی."

د رویټزر خبري اژانس د یو راپور له مخې د روسیې د فدراسیون پارلمان (ډوما) د سه شنبې په ورځ ډسمبر لسم (لیندۍ ۲۰) د هغې لایحې په ملاتړ رایه ورکړه، چې د مسکو له تور لېست څخه د طالبانو غورځنګ د نوم ایسته کولو ته لار هواروي.

دغه لایحه د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین حکومت ته ددې امکان ورکوي، چې د دغه هېواد له تور لېست څخه د طالبانو د غورځنګ نوم لرې کړي.

روسیې په ۲۰۰۳ کال کې د طالبانو غورځنګ نوم ددغه هیواد د ممنوعه تروریستي ډلو کې وروسته له هغه شامل کړ چې د طالبانو ډلې د شمالي قفقاز له یاغیانو خپل ملاتړ اعلان کړ. د روسیې د قوانینو له مخې دا هیواد د ممنوعه ډلو په لیست کې شاملو ډلو سره په رسمي ډول راکړه ورکړه نشي کولای.

د روسیې د پارلمان ددې پریکړې له مخې به د ممنوعه تروریستي ډلو له نوملړ څخه د طالبانو د غورځنګ نوم په موقتي ډول د محکمې د پریکړې پراساس ایسته شي.

طالبانو چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړی، تراوسه د هیڅ کوم هیواد او نړیوال سازمان له خوا ددغې ډلې حکومت په رسمیت نه دی پیژندل شوی. خو د روسیې فدراسیون په تیرو څه باندې دریو کلنو کې په پرله پسې ډول په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره اړیکې پراخه کړي دي. د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین د نومبر ۲۸ (لیندۍ ۸) د قزاقستان په پایتخت استانه کې د سیمې د امنیتي وضعیت پر سر د ډله ییز امنیت د تړون سازمان سرمشریزې غونډې ته په وینا کې په افغانستان کې روان وضعیت پیچلی ګڼلی و، خو ویلي ووچې ددې باجود روسیه د دغه هیواد سره د قوي اړیکو د ټینګیدو هیله لري.

د روسیې د تاس خبري اژانس د راپور له مخې پوتین په استانه کې د ډله ییز امنیت د تړون سازمان د سرمشریزې غونډې ته په وینا کې ویلی چې په افغانستان کې د ثبات ټینګیدل ددغه هیواد سره د روسیې ژورو اړیکو پراخیدو ته لار پرانیځي.

پوتین وویل : "هغه څه چې په اوکراین کې روان دي د کارونو د پیچلتیا یوازینی دلیل نه دی. ایا په اسیا کې هرڅه سم دي؟". هغه زیاته کړه: "ایا افغاسنتان سره د ټولګټو هیوادونو په سرحدونو کې پیښې مونږ ته د ډیرې خوشالۍ احساس راکوي چې خپله پاملرنه بل خوا ته واړو؟. افغانستان کې وضعیت پیچلی دی".

خو هغه وړاندې وویل : "د دې باوجود افغانستان سره د قوي اړیکو د رغونې هیله لرو".

روسیې پارلمان په داسې حال کې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت رسمیت پیژندلو په لور یو بل ګام اخیستی چې نړیوالې ټولنې له وړاندې د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندلو لپاره ځینې شرطونه اعلان کړي دي.

طالبانو د قطر په پایتخت دوحه کې د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹ د امریکا متحده ایالاتو سره د سولې په هوکړه کې دا منلې ده چې په افغانستان کې به د ښځو، نجونو، قومي او مذهبي اقلیتونو حقونو ته درناوی کوي، د ټولشموله حکومت د جوړیدلو لپاره ددغه هیواد د ټولو سیاسي جریانونو او ګوندونو سره خبرې کوي او هم به د القاعده د ډلې په ګډون د تروریستي ډلو سره اړیکې پرې کوي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د روان ۲۰۲۴ کال د مې د میاشتې د یو راپور له مخې طالبانو نه یوازې د القاعده په ګډون د تروریستي ډلو سره اړیکې ساتلي، بلکې پر دغو ډلو باندې د طالبانو کمزوری کنټرول ددغو تروریستي دلو د پیاوړي کیدو سره مرسته کړې ده.

طالبانو حکومت چارواکو په پرله پسې ډول د تروریستي ډلو سره د اړیکو د لرلو تورونه رد کړي دي او ویلي دي چې اوس مهال په افغانستان کې هیڅ کومه تروریستي ډله فعالیت نه کوي. طالبانو ویلي چې په حکومت کې یې د افغانستان د ټولو قومونو استازي شامل دي.