د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت چارواکو ویلي چې ددغه وزارت سرپرست په کابل کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د استازې سره په کتنه کې دغه هیواد سره په بشري او انکشافي برخو کې د مرستو د دوام غوښتنه کړې ده.
د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت د پنجشنبې د ورځې ناوخته د نومبر اووم (لړم ۱۷) په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې ددغه وزارت سرپرست دین محمد حنیف په کابل کې د اروپايي ټولنې د استازې ویرونیکا باسکوویچ پوهر سره په کتنه کې افغانستان سره ددغې ټولنې د مرستو له دوام څخه مننه کړې ده.
دغه وزارت په اعلامیه کې ویلي: "افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازې په دې کتنه کې د کرهڼې په سکټور کې د ۱۰۰ میلیونو ډالرو د بشري او انکشافي پروژو په برخه کې د ملاتړ برابرولو لپاره د ځانګړي کولو ژمنه وکړه".
د طالبانود حکومت د اقتصاد وزارت د معلوماتو پراساس همداشان اروپايی ټولنې ژمنه کړې چې ډیر ژربه به په افغانستان کې کوچنیو اقتصادي فعالیتونو او کاروباریانو د ملاتړ لپاره د یوې غونډې بندوبست وکړي.
د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت سرپرست دین محمد حنیف افغانستان سره د اروپايي ټولنې مرستې خورا مهمې بللي دي. هغه ویلي: "د اروپايي ټولنې د انکشافي مرستو دوام او د خصوصي سکټور او د تشبثاتو څخه ملاتړکولای شي د کورنیواود د خلکو د اقتصادي وضعیت د ښه کیدو سبب شي چې ددې سربیره خلک بشري مرستو ته هم خورا زیاته اړتیا لري".
په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته دغه هیواد سره د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو د بندیدوسره سم دا هیواد د اقتصادي بحران سره مخ شو چې اغیزي لا هم پر افغانانو باندې دوام لري. ملګري ملتونه وايي چې په روان ۲۰۲۴ کال کې ۲۳.۷ میبلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.
ددې دمخه اروپايي ټولنې ویلي وو چې د ملګرو ملتونو د روغتیا د نړیوال سازمان (WHO) او د وګړو د صندوق له لارې د افغانستان د روغتیا سکټور سره د ۳۱ میلیونویورو مرسته کوي.
افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر ویلي چې ټاکل شوې دا ټولنه ددغه هیواد د روغتیايي وضعیت په ځانګړي ډول د ښځو وضعیت د ښه کیدو لپاره د ملګرو ملتونو دوو ادارو سره د ۳۱.۴ میلیونو یورو چې د ۳۳ میلیونو او ۵۰۰ زرو دالرو سره برابر دي مرسته کوي.
اروپايي ټولنې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ددغو پیسو۱۶ میلیونه یورو به په افغانستان کې د روغتيا نړيوال سازمان (WHO) ته او ۱۵ میلیونه یورو به د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) ته ورکړي.
اروپايي ټولنې د روسیې، چین او یو شمیر سمه ییزو او ګاونډیو هیوادونو په ګډون پر افغانستان باندې د طالبانو د بیا واکمنیدو وروسته کابل کې خپل دفتر پرانیستي پریښی دی او په تیرو څه باندې دریو کلنو موده کې یې افغانستان سره د لسګونو میلیونو یورو مرسته کړې ده.
طالبانو د اروپايي ټولنې څخه د بشري او انکشافي مرستو د دوام دا غوښتنه په داسې حال کې کړې چې دغې ډلې په تیرو دریو کلنونو کې د بشري مرستو د ویشلو پر مهال په پرله پسې ډول مرستې رسونې کارکوونکو د کار پر وړاندې ګواښونه را ولاړ کړي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" په یو راپور کې ویلي چې پر افغانستان باندې د طالبانو د بیا واکمنیدو راهیسې دغې ډلې د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې څخه تراوسه لږ ترلږه ۳۹۲ لارښوونې صادرې کړي چې بشردوستانه فعالیتونه ورڅخه مخامخ اغیزمن کیږي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" اکتوبر ۲۴ (لړم درېیم) په یو راپور کې ویلي چې ددغو لارښوونو له ډلې ۷۱ یې په ځانګړي ډول د بشري مرستو په بهیر کې د ښځو د ګډون په تړاو صادرې شوې دي.
اوچا په دې راپور کې د اندیښنې په څرګندولو ویلي چې ددغو لارښوونو ۹۷ لارښوونې د روان ۲۰۲۴ کال په ترڅ کې د طالبانو د رهبرۍ او حکومتي ادارو له خوا صادرې شوې، چې شپږ لارښونې یې د ښځو د کار د منع کیدو په تړاو صادرې شوې دي.
طالبانو په افغانستان کې واک ته د بیا رسیدلو وروسته نه یوازې پر نجونو او ښځو باندې د زده کړو او کار بندیزونه لګولي دي، بلکې د ګڼ شمیر فرمانونو او لارښوونو له لارې یې په عام ژوند کې پرښځو او نجونو باندې محدودیتونه هم لګولي چې په ټولنه کې یې هغوی په بشپړ دول ځنډې ته کړي دي.
اروپايي ټولنې په ګډون ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې په پرله پسې ډول د طالبانو د دغو محدودیتونو د لغوه کیدو غوښتنې کړي دي، خو طالبانو نه یوازې دا محدودیتونه نه دي لغوه کړي، بلکې د امربالمعرف او نهی عن المنکر د نوي قانون په نافذیدو یې پر ښځو او نجونو باندې محدودیتونه لا پراخه کړي دي.