هلمند کې د تښتول شویو دوو ماشومانو جسدونه یو څاه کې موندل شوي

عکس ( ارشیف)

هلمند ولایت کې د طالبانو سمیه ییز چارواکي وايي، چې د هغو دوو ماشومانو جسدونه یې په یو څاه کې موندلي، چې درې ورځې د ګرشک په ولسوالۍ کې تښتول شوي وو.

د هلمند په ولایت کې د طالبانو د پولیسو ویاند عزت الله حقاني د دوشنبې په ورځ جولای لسم (چنګاښ ۱۹) امریکا غږ ته وویل، چې سړي تښتوونکو د دغو ماشومانو د کورنۍ څخه چې سره ورونه وو، د خوشې کیدو په بدل کې د درې میلیون پاکستانۍ کلدارو غوښتنه کړې وه.

هغه وویل، چې ددغو دواړو ماشومانو جسدونه د وژلو وروسته یو څاه ته اچول شوي وو.

ښاغلي حقاني وویل چې طالبانو امنیتي ساتونکو دوه تنه ددې پیښې په تړاو نیولي، چې نیولو شویو تورونو طالبانو ته ددغو ماشومانو جسدونه هم ښودلي .

په تیرو نږدې ۲۳ میاشتو کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د کابل په ګډون په ډیرو ولایتونو کې د سړي تښتونې پیښې شوي، خو دا لومړی ځل دی، چې ماشومان د سړي تښتوونکو له خوا د تښتونې وروسته وژل شوي دي.

په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې په تیر ۱۴۰۱ لمریز کال کې په افغانستان کې نږدې ۱۲ زره جییايي پیښې ثبت کړي،چې ددغو پیښو په تړاو یې له ۱۶ زرو څخه زیات کسان نیولي دي.

ددغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع رسنیو ته په یو استولي ویډیوي پیغام کې ویلي، چې د تیرکال پرتله سږکال په جینايي پیښو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

هغه ویلي، چې په ۱۴۰۱ کال کې په افغانستان کې ټولې ۱۱ زره او ۸۰۰ جینايي پیښې شوي، چې په تړاو یې ۱۶ زره او ۶۰۰ تنه نیول شوي دي.