د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: کابل کې یو ترکي انجینر له سړي تښتوونکو ژغورل شوی


د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د کابل پولیسو قومندانۍ ویلي، چې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې يې د کابل ښار په نهمه حوزه کې یو ترکي انجینر د سړي تښتوونکو څخه ژغورلی دی.

ددغې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د سه شنبې په ورځ جون ۲۰ (جوزا۳۰) د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې دا ترکي انجینر، چې نوم یې نه ښودل شوی د سړي تښتونکو له خوا تښتول شوی و، چې د طالبانو د پولیسو او استخباراتو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې د دوشنبې د ورځې ناوخته ژغورل شوی دی.

خالد ځدراڼ ویلي، چې د ژغورنې په عملیاتو کې ددغه انجینر د تښتولو په تور یو تن نیول شوی هم دی.

تراوسه څرګنده نه ده، چې دا انجینر د کابل ښار له کوم ځای او څه وخت تښتول شوی و. په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شوو راپورنو کې ویل شوي، چې دا ترکي انجینر د شنبې په ورځ کابل کې تښتول شوی و.

په ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته په کابل او د افغانستان په یو شمیر لویو ښارونو کې د سړي تښتونې ډیرې پیښې شوي دي، خو دا په کابل کې د یو بهرني اوسیدونکي د تښتولو لومړۍ پیښه ده.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې د کابل ښار په ټولو سیمو کې یې امنیتي کمرې نصب کړي، چې ورسره په دغه ښار کې د جنايي پیښو کچه کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

هغه وویل، چې امنیتي کمرې به د کابل په مهمو سیمو کې د نصبولو سربیره د افغانستان په نورو مهمو ښارونو کې هم نصب شي.

XS
SM
MD
LG