د لاس رسي وړ اتصالات

د سیګار رپوټ ته د طالبانو غبرګون: افغانستان کې هیڅ بهرنۍ وسله واله ډله فعاله نده 


د طالبانو حکومت د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش دفتر (سیګار) د راپور په ردولو سره ویلي چې په افغانستان کې هیڅ بهرنۍ وسله واله ډله فعالیت نه لري.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د یکشنبې په ورځ جون ۱۸ (غبرګولي ۲۸) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د سیګار راپور د طالبانو پر ضد «پروپاګند» بللی دی.

په اعلامیه کې راغلي: "موږ د سیګار دا ډول پروپاګند په کلکه ردوو، د افغانستان اسلامي امارت پر حالاتو بشپړ کنټرول لري او هیڅ ډلې او کومې لوري ته به اجازه ورنه کړي چې افغانستان ناامنه کړي او یا د بل چا پر ضد یې وکاروي."

همدا راز د طالبانو حکومت داعش یوه «استخباراتي پروژه» بللې او ویلي یې دي چې سخت ځپل شوی او په ختمېدو ده.

دا پداسې حال کې دي چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش دفتر «سیګار» ویلي چې طالبان د خپل واک د ساتلو لپاره د بېلابېلو ډلو له خوا له زیاتو امنیتي ننګونو سره مخ دي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش دفتر د روان کال د لومړۍ ربعې په راپور کې د داعش، القاعده او د طالبانو ضد بېلابېلې ډلې په تېره بیا د ملي مقاومت جبهې ته اشاره کړې ده.

د طالبانو حکومت امریکایانو ته سپارښتنه کړې چې له افغانانو سره خپله "کینه او دښمني" پای ته ورسوي. مجاهد ټینګار کړی، چې افغانستان هېڅ هېواد ته ګواښ نه دی، بلکې د امریکا په ګډون له ټولې نړۍ سره ښې او رغنده اړیکې غواړي.

د سیګار د راپور له مخې، د امریکايي مقاماتو د څرګندونو په حواله، په کابل کې د القاعدې د مشر ایمن الظواهري شتون، چې د ۲۰۲۲ کال د جولای په میاشت کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو، د دې ښکارندويي کوي چې لږ تر لږه د طالبانو ځینې غړي له القاعدې سره خپلو اړیکو ته دوام ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت په وار وار ویلي چې د القاعدې د مشر د وژل کېدو په اړه هېڅ شواهد نه دي موندل شوي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سر مفتش دفتر ویلي چې د امریکا حکومت په افغانستان کې د القاعدې د حضور د څارنې سربیره پر طالبانو فشار ته دوام ورکوي چې د دوحې د تړون له مخې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې پر خپلو ژمنو ودریږي.

سیګار وویل چې القاعده لاهم د متحده ایالاتو پر ګټو باندې برید کولو ته ژمنه ده.

په راپور کې راغلي: "د القاعدې له خوا متوجه ګواښ د طالبانو په تګلارو او له افغانستان څخه د نورو جغرافيايي سيمو په پرتله د عملياتو د يوې اډې په توګه د کار اخيستلو لپاره د القاعدې د مشرتابه په تمرکز پورې اړه لري. (د متحده ایالاتو) د ملي استخباراتو د رئيس دفتر ارزوي چې ښایي دا ډله په افغانستان کې د طالبانو تر محدودیتونو لاندې خپل خوندي پناه ځایونه وساتي. "

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د سرمفتش دفتر افغانستان کې واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته د داعش د ډلې پرله پسې بریدونو ته په اشارې ویلي، چې د اسلامي دولت د خراسان څانګې (داعش) د طالبانو او د مذهبي اقلیتو پر وړاندې خپل کمپاین ته دوام ورکړی او د طالبانو حاکمیت یې د جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

سیګار په دغه راپور کې په افغانستان کې د داعش د وسله والو شمیر د ۱۰۰۰ او ۳۰۰۰ ترمنځ اټکل کړی دی.

سیګار ویلي: "د څو بریدونو سربیره، داعش تقریبآ هره ورځ په ټیټه کچه په محلي ټولنه کې د ویرې د اچولو لپاره، د طالبانو د قدرت د کمزوري کولو او د طالبانو امنیتي ادارې د ګواښ سره د مخ کولو لپاره عملیات ترسره کوي".

سیګار ویلي، داعش په اسانو اهدافو د ښوونځیو، جوماتونو (سني او شیعه ګانو) او روغتونونو باندې بریدونه کوي.

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د سرمفتش دفتر "سیګار" د طالبانو د رسمي راپورونو پر اساس ویلي، چې طالبانو د داعش پر خلاف نهه عملیات د جنوري او فبرورۍ په میاشتو کې ترسره کړي دي او ددغې ډلې له منځه وړلو او د عملیاتو د خنثی کولو لپاره چې څه یې په وس پوره وي ترسره کوي.

سیګار ویلي، چې د اپریل په میاشت کې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې د کابل په هوايي ډګر کې د تخلیې پر مهال د برید طراح وواژه. دداعش په دغه برید کې ۱۳ امریکايي سرتیري او شاوخوا ۱۵۰ افغانان وژل شوي او زیات شمیر نور ټپیان شوي وو.

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د سرمفتش دفتر په دغه راپور کې ویلي، چې همداشان داعش د غیر دولتي ادارو او د ملګروملتونو ادارو د کارکوونکو پر وړاندې یو جدي ګواښ دی.

XS
SM
MD
LG