د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت د اوسپنې د پټلۍ وزارت ویلي چې ددغه وزارت د مرستیال په مشرۍ یو پلاوي د ګډو ګټو هيوادونو د اوسپنې پټلۍ له لارې د ټرانسپورټ شورا په ۸۱ غونډه کې، چې د اوزبيکستان په پلازمېنه تاشکند کې جوړه شوې ګډون کړی دی.
ددغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس د چمعې په ورځ نومبر اتم (لړم ۱۸) د ایکس په َټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د ټولګټو وزارت د اوسپنې د پټلۍ مرستیال محمد اسحاق صاحبزاده په مشرۍ دغه پلاوي د اوزبيکستان په پلازمېنه تاشکند کې د جمعې په ورځ په دغه جوړه شوې غونډه کې ګډون کړی دی.
هغه ویلي: "د يادونې وړ ده، چې افغانستان په دې وروستيو کې په ياده شورا کې د څارونکي غړي په توګه تصويب شوى دی او د کورنيو چارو په طی مراحلو کې دی، چې له بشپړېدو سره به د افغانستان ريل پټلۍ په رسمي ډول په دې شورا کې د څارونکي غړيتوب ترلاسه کړي".
د طالبانو د حکومت ترکنټرول لاندې د باختر اژانس ویلي چې ددغه حکومت د ټولګټو وزارت د اوسپنې د پټلۍ مرستیال محمد اسحاق صاحبزاده ددې شورا دغونډې په څنډو کې د قزاقستان، تاجیکستان او اوزبيکستان د رېل پټلۍ له مسوولينو سره د بېلابېلو ناستو په ترڅ کې د اوسپنې د پټلۍ د ګډو پروژو د عملي کېدو او د اوسپنې پټلۍ له لارې د سوداګريزو توکو د لېږد- رالېږد د حجم پر زياتوالي هم خبرې کړې دي.
افغانستان اوسمهال ۱۳۵ کیلو متره د اوسپنې پټلۍ لري چې د اوزبیکستان، ترکمنستان او ایران ترمنځ د توکو په انتقال کې ورڅخه کار اخیستل کیږي.
افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ د غځولو او د سیمې او ګاونډیو هیوادونو د اوسپنې د شبکو سره د نښلولو کار د پخواني جمهوري رژیم په لومړی کلنو کې پیل شوی وو، چې په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته دغو هیوادونو د اوسپنې د پټلیو شبکو سره د نښلولو کار دوام موندلی دی.
د ټولګټو وزارت د اوسپنې د پټلۍ د چارو د مرستیال دفتر د جون دویمه (جوزا ۱۳) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي وو چې یو جرمني شرکت د تورغوندۍ -هرات اوسپنې د پټلۍ د سروې او ډیزاین چاري پیل کړي دي.
د طالبانو حکومت تراوسه دا نه دي ویلي چې ددې پروژې د سروې او ډیزاین لپاره پیسې د کوم سازمان او یا هیواد له خوا ورکول کیږي او یا هم یې د طالبانو حکومت ورکوي.
د هرات د هوايي ډګر او تورغونډۍ ترمنځ د اوسپنې د پټلۍ د شاوخوا ۲۰۰ کیلو مترو ددغې پټلۍ د غځولو په تړاو د اوږدې مودې راهیسې خبرو دوام درلود او د پخواني جمهوري رژیم د چارواکو او د ترکمنستاني چارواکو ترمنځ هم په دې اړه خبرې شوې وې.
په ۱۳۹۵ لمریز کال کې نړیوال بانک د دغې پټلۍ د سروې او ډیزاین لپاره یو میلیون او ۶۰۰ زرو ډالره هم بیل کړي وو، خو دا پروژه هغه مهال بشبړه نشوه.
د اوسپنې پټلۍ دا پروژه به د هرات له هوايي ډګر څخه پيل او هرات ولایت د كشك كهنه، كشك رباط سنګي، ګلران، انجيل او ګذرې ولسواليو څخه په تیریدو د تورغونډۍ په بندر کې له تركمنستان سره وصل شي.
د طالبانو حکومت چارواکو په تیرو نږدې دریو کلنو کې ددغې پروژې او هم د ترکمنستان – اقینې د بندر ترمنځ د اوسپنې د پټلۍ د غځولو لپاره د ترکمنستاني چارواکو سره په کابل، هرات او عشق اباد کې څو ځلې خبرې کړي دي.
افغانستان اوس مهال د ترکمنستان سره د هرات د تورغونډۍ او د فاریاب ولایت د اندخوې ولسوالۍ د اقینې بندرونو له لارې د ددغه هیواد د اوسپنې د پټلۍ د شبکې سره نښلیدلی دی.
همداشان اوزبیکستان ، افغانستان او پاکستان د ټرانس افغان د اوسپنې شبکې د جوړولو لپاره هڅې کوي او ددغو دریو هیوادونو چارواکو په تړاو څو ځلې په اسلام اباد او تاشکند کې خبرې کړي، خو تراوسه دا پروژه په مقدماتي پړاونو کې ده او تراوسه یې فزیکي ارزونه هم نه ده شوې.