طالبان: افغانستان کې د ښځو د حقونو په اړه د ملګرو ملتونو په غونډه کې اندېښنې بې ځایه دي

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت

د طالبانو حکومت پنجشنبې سپتمبر ۲۶ (تلې پنځمه) په افغانستان کې له ښځو سره د چلند په اړه د ملګرو ملتونو په غونډه کې اندېښنې بې ځایه وبللې.

استرالیا، کاناډا، جرمني او هالنډ په نیویارک کې اعلان وکړ چې له ښځو سره د طالبانو د چلند موضوع په هاګ کې د عدالت نړیوالې محکمې ته وړاندې کوي.

د طالبانو د حکومت ویاند حمدالله فطرت فرانس پرس ته وویل: "د ځینو هېوادونو او ډلو لخوا لګول شوي دا تورونه چې افغانستان بشري حقونه پامالوي او جنسیتي تبعیض کوي، بې ځایه دي."

فطرت زیاته کړه: "په افغانستان کې د بشري حقونو ساتنه کیږي او له هیچا سره تبعیضي چلند نه کیږي. متاسفانه، د یو څو تښتېدلیو ښځو په خبره، د افغانستان په خلاف د پروپاګند د خپرولو هڅه کیږي."

دا مطلب هم ولولئ طالبان له ښځو سره د بد چلند له کبله د عدالت نړیوالې محکمې له تهدید سره مخامخ دي

د ۲۰۲۱ په اګست کې د بیاواکمن کېدو راهیسې د طالبانو حکومت په تدریجي ډول په عامه چارو کې د ښځو ونډه له منځه وړې ده. ښځې له شپږم ټولګي پورته د زده کړې حق نلري، پارکونو، جیمونو، سینګارتونونو ته له تللو او له نارینه محرم پرته د لیرې واټن سفر کولو څخه منع شوي دي.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر په نوي قانون کې ښځې په عام محضر کې په لوړ غږ له خبرو کولو څخه منع شوي دي. ملګرو ملتونو دا قانون "جنسیتي اپارتاید" بللی دی.

د هالیووډ یوې وتلې ستورې میرل سټرایپ د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډې کې ویلي دي ‌چې په افغانستان کې یوه پیشو تر یوې ښځې زیاته ازادي لري. هغې غوښتل چې په دې مثال سره د افغان ښځو او نجونو ستونزو د نړیوالو مشرانو پام ور واړوي.

په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیټ د هاګ محکمې ته د قضیې وړاندې کول "د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو د جرمونو په وړاندې د عدالت په لور یو مهم ګام" بللی دی.

بینیټ، چې په روان کال کې افغانستان ته له ننوتلو منع شوی دی، په نورو هیوادونو غږ وکړ چې په دې بهیر کې برخه واخلي.