طالبان: يوې اونۍ کې مو۱۱ تنه د اخلاقي فساد په تور نیولي

کابل کې یو شمیر ښاریان وايي، په دې وروستیوکې د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت محتسبینو په دغه ښار کې له عامو او د ګڼې ګونې له ځایونو خپله څارنه پراخه کړې ده.

د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویلي چې ددغه وزارت په کابل، فراه او کندهار ولایتونو کې ۱۱ تنه د نامشروع اړیکو په لرلو اود اخلاقي فساد د خپراوي په تور نېولي دي.

دغه وزارت د یکشنبې د ورځې ناوخته نومبر درېیم ( لړم ۱۳) د ایکس په پاڼه په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې څلور کسان د شنبې په ورځ د کابل ښار په لومړۍ او ۱۳ حوزې کې د امربالمعروف د ښاري ریاست محتسبینو له خوا نیول شوي دي.

دغه وزارت ویلي: " ورته مهال محتسبین ډاډ ورکوي چې د ناوړه (شریعت خلاف) کړنو مخنیوي ته ژمن دي او هېچا ته به اجازه ور نکړي تر څو له اسلامي شریعت څخه خلاف کړنې ترسره او په ټولنه کې اخلاقي فساد خپور کړي".

په دغه خپرپاڼه کې دا نه دي ویل شوي چې نیول شویو کسانو کې ښځې هم شاملې وې او که نه.

دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت محتسبین په کابل او ولایتونو کې د اخلاقي فساد په تور کسان نیسي.

د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویلي چې تر دې وړاندې یې هم ددغه وزارت د محتسینو له خوا په بېلابېلو ولایتونو کې لسګونه کسان د نامشروع اړیکو، اخلاقي فساد او نورو منکراتو په تور نېول شوي دي.

همداشان دغه وزارت ویلي چې د فراه د ولایت کې په مرکز کې یې هم یوه ښځه او یو سړی د نامشروع اړیکو د لرلو په تور نیولي دي. دغه وزارت ویلي چې دغو دواړو په خپل جرم باندې اعتراف کړی او دوسیه یې د پلټنو لپاره عدلي او قضايي ادارو ته سپارل شوې ده.

دغه وزارت په یو بل خبر کې ویلي چې ددغه وزارت محتسبینو د کندهار په ولایت کې د اکتوبر۳۱( لړم لسم) د یوې میرمنې په ګډون پنځه تنه د نامشروع اړیکو د لرلو او د اخلاقي فساد د خپرولو په تور نیولي او اړوندو ادارو ته یې د هغوی دوسیې د نورو پلټنو لپاره سپارلي دي.

د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د اکتوبر۲۹ ( لړم اتم) په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي وو، چې ددغه وزارت محتسبینو د کابل په ځینو برخو کې د څارنې پرمهال د "اخلاقي فساد" په تور د دوو ښځو په ګډون اوه تنه نیولي او په زندان کې اچولي دي.

ددغه وزارت د معلوماتو له مخې نیول شوي کسان د پلټنو لپاره اړوندو ادارو ته سپارل شوي دي.

د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ښاري کارکوونکو تیره میاشت هم په کابل شپږ تنه د "نامشروع اړیکو" د لرلو په تور کابل کې نیولي وو.

د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده له خوا د امربالمعروف او نهی عن المنکر د نوي قانون د توشیح وروسته چې د روان ۲۰۲۴ کال د اګست په ۲۱ ( زمري ۳۱) ټول افغانستان کې نافذ شوی د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د اخلاقي څارنې د کارکوونکو له خوا په کابل او ځینو نورو ښارونو کې د اخلاقي څارنې بهیر پراخه شوی دی.

عام محضر کې بدني سزاګانو دوام

د طالبانو د حکومت د سترې محکمې د راپور له مخې د تیرې اونۍ راهیسې د یکشنبې تر ورځې نومبر درېیم ( لړم ۱۳) ددغې محکمې قاضیانو د پریکړو پراساس په ننګرهار، پروان، غزني او پکتیکا ولایتونو کې دولس تورنو ته په عام محضر کې تعزیري سزاګانې ورکړل ش،ي دي.

دغې محکمې د ایکس په پاڼه لیکلي چې ننګرهار کې پنځو تورنو، پروان ولایت کې څلورو تورنو، غزني ولایت کې دوو تورنو، د پکتیکا ولایت کې یو تورن ته تعزیري سزاګانې ورکړل شوي دي. د سترې محکمې د خبرپاڼې له مخې اکثره تورن د اخلاقي فساد او نامشروع اړیکو د لرلو په تور په عام مخضر کې تر ۳۹ دُرو پورې وهل شوي دي. خو دغې محکمې دا نه دي ویلي چې په دغه شمیر کې څو تنه یې سړي او څو تنه یې ښځې وې.

د پروان ولایت د مرکز د چاریکارو په ښار کې یو اوسیدونکی چې نه غواړي په راپور کې یې نوم واخیستل شي امریکا غږ ته په یو پیغام کې ویلي چې د طالبانو د مشر له خوا د نوي قانون د توشیح وروسته د امربالمعروف محتسبین د ښار په دننه کې د ګڼې ګوڼې په ځایونو ګرځي راګرځي او حتی چې د خلکو شخصي ګرځنده تیلیفونه هم څاري.

هغه وویل: "د پروان ولایت د امربالمعروف ریاست اکثره محتسبین پر وسلو سمبال شوی او په مارکیټونو، لیلامي پلورلو مارکیټونو،هوټلونو او د سلمانیو دکانونو ته ورځي او د کومو کسانو چې د سر د ویښتانو او مخ بڼه یې خوښه نشي ورته سپارښتنه کوي او حتی چې وهي یې".

د کابل په ښار کې هم یو شمیر ښاریان وايي چې په دې وروستیو ورځو کې د دغه ښار په لارو او کوڅو کې د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د محتسبانو څارنه پراخه شوې ده. دغه ښاریان ادعا کوي چې د خلکو سره په ځانګړي ډول ځوانانو او ښځو سره د محتسبینو چلند سم نه دی.

د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده له خوا د روان ۲۰۲۴ کال د جولای په ۳۱ د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون توشیح شوی او د اګست د ۲۱ ورځې راهیسې په افغانستان کې نافذ شوی دي. په دې قانون کې په ټولنیز ژوند کې پر افغانانو په ځانګړي ډول ښځو او نجونو باندې نور محدودیتونه هم په پام کې نیول شوي دي.

دا قانون چې څلور فصله او ۳۵ مادې لري، د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د محتسبینو له خوا پلی کیږي په کې د سرغړوونکو لپاره له شفاهي خبرداریو څخه نیولې تر زنداني کېدو پورې سزاګانې ټاکل شوي دي.

ددې قانون په ۱۳ ماده کې د ښځو غږ چې سندرې، نعتونه او قرأت په ‌کې شامل دي په مجموع کې په عام محضر کې لوړغږ باندې خبرې کول عورت بلل شوي او منع شوي دي. همداشان په دې قانون کې د ښځو د مخ په ګډون د ټول بدن پټول هم ضروري ګڼل شوي دي

ددغه قانون پلي کیدل د ملګرو ملتونو او بشري حقونود بنسټونو له خوا په نړیواله کچه غندل شوي او د طالبانو غوښتل شوي چې دا قانون دې لغوه کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر (یوناما) مشرې روزا اوتنبایوا دغه قانون "د افغانستان د راتلونکي لپاره یو دردونکی لیدلوری بللی، چې اخلاقي پلټونکو ته اختیارات ورکړل شوي چې هر څوک د پراخو او ځینې وخت مبهمو سرغړونو په تور وګواښي او توقیف یې کړي."

ملګرو ملتونو او اروپايي اتحادیې خبرداری ورکړی چې د طالبانو د امر بالمعروف نوی قانون ددغه ډلې له حکومت سره د نړیوالې ټولنې تعامل امکان ته صدمه رسوي.

خو د طالبانو حکومت ددغه قانون پر پلي کیدو ټینګار کړی دی. ددغه حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند سیف خیبر ددغه قانون په تړاو د خلکو نیوکو او اندیښنو ته په کتنې د سه شنبې په ورځ اکتوبر ۲۹ ( تلې اتم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې دا وزارت په ټولنه کې د منکراتو له منځه وړلو او معروفاتو اقامې ترڅنګ د شریعت په چوکات کې د ښځو حقونو ورکړې او د ناوړه دودونو له منځه وړلو ته ژمن دی

هغه ویلي: "د امر بالمعروف وزارت مسؤولین ژمنه کوي چې د ټولنې په ټولو وګړو به د نوي قانون په پلي کولو کې له هېڅ راز هڅې ډډه ونکړي او ډاډ لري چې د یاد قانون په پلي کولو به ټولنه کې د معروفاتو اقامې او منکراتو مخنیوي برخه کې خورا مثبت بدلون رامنځته ته شي."

دمخه ددغه وزارت سرپرست محمد خالد حنفي د امربالمعروف قانون پلي کول د طالبانو د حکومت یوه سره کرښه ګڼلې وه او ددغه قانون په پلي کولو یې ټینګار کړی وو.