د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت ویلي چې ددغه وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین په مشرۍ یو پلاوي د ترکمنستان د سرحدونو چارو وزارت له معین سره په کتنه کې د ټاپي پروژې له پاره د افغانستان خاوري ته د تخنیکي کارکوونکو، وسایلو او ماشینرۍ پر لېږدولو د کارکوونکو د وېزو اود یو لنډمهاله بندر په جوړېدو خبرې کړې دي.
دغه وزارت د سه شنبې په ورځ ډسمبر درېيم ( لیندۍ ۱۳) د ایکس په ټولنیزعه شبکه کې لیکلي چې د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو د یاداښت له تبادله کولو وروسته به په دې برخو کې شوې موافقې عملي شي.
دغه وزارت لیکلي: " دواړو لوریو د ټاپي پروژې له پاره د افغانستان خاورې ته د تخنیکي کارکوونکو، وسایلو او ماشینرۍ پر لېږدولو د کارکوونکو د وېزو او کاري ساعتونو د مشخصولو او د ټاپي پروژې د تجهیزاتو د اسانه لېږد په موخه د افغانستان او ترکمنستان د سرحدي سیمې سلیم چشمه کې د لنډمهاله بندر په جوړېدو خبري وکړې".
د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت ویلي چې دواړو لوریو د ټاپي پروژې د کار د پرمختګ لپاره د اسانتیاو د رامنځ ته کولو په برخه کې یو بل ته ډاډ ورکړی دی.
د طالبانواود ترکمنستان حکومتي پلاو د افغانستان په دننه کې د ټاپي د پروژې د کار د دوام په اړه دا خبرې په داسې حال کې کړي چې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله دمجاهد د دوشنبې په ورځ ډسمبر دوېیم ( لیندۍ ۱۲) د افغانستان په دننه کې ددغې پروژې د کار د پیلیدو خبر ورکړی وو.
د طالبانو د حکومت رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند او د ترکمنستان جمهور رئیس قربان قلي بردي محمدوف د سپټمبر ۱۱(وږي ۲۱) د ترکمنستان سلیم چشمه ماري سیمه کې له دغه هیواد څخه د افغانستان له لارې جنوبي اسیا ته د ګازو د نللیکې د غځولو د پروژې د کار پیلیدل د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستي وو.
ملا محمد حسن اخوند د ټاپي پروژې د پرانیستې مراسمو ته په وینا کې دا ورځ یوه تاریخي ورځ بللې وه او ویلي و چې د اوږد انتظار وروسته ددې پروژې کار عملآ پیلیږي.
هغه وویل چې د دغو لویو پراختیايي پروژو د کار د پیلیدو په چارو کې د ترکمنستان د چارواکو ښه نیت هم شامل دی.
د طالبانو د حکومت د معلوماتو له مخې دا پروژه په څلورو پړاونو کې به بشبړه شي. په لومړي پړاو کې به د ګازو د نللیکې د غځولو چارې د ترکمنستان څخه د هرات ولایت پورې، په دوېیم پړاو کې به دا نللیکه د هرات څخه د هلمند تر ولایت پورې، په درېیم پړاو کې دا نللیکه له هلمند څخه د کندهار ولایت په څلورم پړاو کې د کندهار څخه دا نللیکه پاکستان او بیا له هغه ځایه هند ته وغځول شي.
د طالبانو حکومت وايي چې ددغې پروژې سره هممهاله د ترکمنستان څخه هرات او بیا کندهار ته د اوسپنې د پټلۍ د غځولو چارې او ترڅنګ یې د نوري فایبر د مزي د ِځولو چارې هم نن پیل شوي دي. د طالبانو د حکومت د معلوماتو له مخې هرات ولایت ته د ګازو د نللیکې د رسیدلو وروسته د ګازو د لیږد بهیر هم پیل شي.
ټاپي د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د ګازو د لېږد دا پروژه ۱۸۴۰ کیلومتره اوږدوالی لري چې تراوسه ددې اوږدې نللیکې ۱۱۴ کیلومتره یې د ترکمنستان په خاوره کې بشپړه شوې ده. ددې نللیکې شاوخوا ۸۰۰ کیلو متره یې د افغانستان په دننه کې له څو ولایتونو څخه تیریږي.
د رپوټونو له مخې دا نللیکه به له ترکمنستان څخه افغانستان، پاکستان او هند ته په کال کې ۳۳ میلیارده متره مکعبه ګاز انتقال کړي، چې شاوخوا پنځه میلیارده متره مکعبه ګاز به افغانستان ته انتقال شي.
د ټاپي پروژي طرحه نږدې ۳۰ کاله وړاندې په افغانستان کې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پرمهال ترتیب شوې وه، خو ددې پروژې هوکړه لیک په ۲۰۱۰ کال کې د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د کار په موده کې په عشق اباد کې لاسلیک شوی وو او په دغه پروژه باندې کار په ۲۰۱۵ کال کې پیل شوی وو.