د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي چې ددغه وزارت سرپرست سراج الدین حقاني په کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ سره د نورو دوه اړخیزو مسلو په اړه د خبرو ترڅنګ د دواړو هیوادونو له خوا د واخان د دهلیز څخه د ګټې اخیستنې په مسلې هم خبرې کړي دي.
ددغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع د دوشنبې د ورځې ناوخته ډسمبر ۳۰( مرغومې لسم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې ددې کتنې په اړه ویلي چې دواړو لوریو د دوه اړخیزې همکارۍ پر لا پیاوړتیا او په دې برخه کې د عملي ګامونو پراړتیا باندې ټینګار کړی.
هغه لیکلي: "د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د چین له سفیر سره په یوه ناسته کې د واخان دهلیز د ستراتیژیک اهمیت، د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د مسافر وړونکو الوتنو د زیاتېدو په اړه خبرې وکړې. په دې ملاقات کې دواړو لوریو د دوه اړخیزې همکارۍ پر لا پیاوړتیا او د عملي ګامونو پر اړتیا ټینګار وکړ."
د چین سفارت تراوسه ددغې کتنې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
واخان دهلیز د افغانستان او چین ترمنځ ۹۰ کیلو متره اوږد سرحد جوړوي، چې د افغانستان په خوا کې د بدخشان د ولایت په یوه ډیره لیرې پرته سرحدي سیمه ده، یوازې سږکال ورته د بدخشان ولایت د مرکز فیض اباد له ښار څخه یو خام سړک د غځیدلو چارې بشپړې شوي دي.
د شاوخوا ۱۰۰ کیلو مترو دغه سړک د جوړولو کار د افغانستان د پخواني حکومت پر مهال پیل شوی و او ۶۰ کیلومتره سړک جوړ شوی هم و. طالبانو تیرکال ددغه سړک د پاتې برخې کار پیل کړ چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د سنبلې په روانه میاشت کې یې کار بشپړ شو او افغانستان د ځمکې له لارې د چین سرحد سره ونښئلول شو. خو تراوسه پر دغه سرحدي لار باندې د سوداګریزو مالونو د تګ راتګ لړۍ نه ده پیل شوې.
د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې پر افغانستان باندې د طالبانو د بیا واکمنیدو دمخه کلنو کې چین د ددغه هیواد تر ټولو ستر اقتصادي شریک و، خو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د معلوماتو له مخې اوس مهال د دواړو هیوادونو ترمنځ د راګړې ورکړې کچه په کال کې ۸۰۰ میلیونو ډالرو ته رسیږي.
افغانستان په تیر ۲۰۲۳ کال کې چین ته د ۶۴ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي وو. د افغانستان د سوداګري او پانګونې د خونې د معلوماتو پراساس اوس مهال افغانستان د چین پرځای د ایران او د منځنۍ اسیا د هیوادونو څخه زیات مالونه واردوي.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد د اکتوبر ۱۷(تلې ۲۶) رسنیو ته په یو استولي ویډیوي پیغام کې ویلي چې افغانستان د ۲۰۲۴ کال په لومړیو نهو میاشتو په کې د ایران سره د څه باندې دوو میلیاردو ډالرو راکړه ورکړه کړې ده
د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست مولوي عبدالطیف منصور په مشرۍ یو پلاوي د روان ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په میاشت کې د چین په پایتخت بیجینګ کې د "یو کمر بند یوه لاره نوښت" د انرژي د وزیرانو په درېیم کنفرانس کې د ګډون پر مهال دغه کنفرانس ته په وینا کې د منځنۍ آسیا، جنوبي آسیا او منځني ختیځ په اوږدو کې د افغانستان د ستراتیژیک موقعیت په اهمیت خبرې کړې وې.
هغه ویلي چې افغانستان د سیمه ییز اتصال لپاره یو مهم ځمکنی پل برابروي: "دا دریځ افغانستان د چین د یو کمربند له لارې یو اړین شریک جوړوي، ځکه چې دا کولای شي، د ځمکې له لارې سوداګریزې اړیکې او د انرژي دهلېزونه آسانه کړي، چې چین له اروپا سره نښلوي".
چین د هغو هیوادونو په ډله کې دی چې په تیرو دریو کلنو کې يې په کابل کې د طالبانو له حکومت سره نږدې اړیکې ساتلي او نه یوازې کابل ته يې خپل سفیراستولی، بلکې په خپل هیواد کې یې هم د طالبانو سفیر منلی دی. خو ددې سره سره نه چین او نه کوم بل هیواد یا نړیوال سازمان د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پيزندلی.
د طالبانو د حکومت د چارواکو له خوا د واخان د دهلیز څخه د دواړو هیوادونو ترمنځ د ګټې اخیستنې په تړاو د پرله پسې غوښتنو سره سره تراوسه چین په دې اړه کوم عملي ګام نه دی پورته کړی.
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست کابل کې د چین د سفیر سره د واخان د دهلیز څخه د ګټې اخیستنې په تړاو دا خبرې په داسې حال کې کړي، چې په دې وروستیو کې د ټولنیزو رسنیو پاکستاني کاروونکو او ځینو سیاسیونو دغه دهلیز ته د پاکستان د لاس رسي د لیوالتیا په اړه خبرونه خپاره کړي دي.
په افغانستان کې د طالبانو د ټولنیزو رسنیو کاروونکو او ځینو سیاسي شخصیتونو هم د پاکستاني سیاسیونو پر دغې لیوالتیا باندې تبصرې کړي دي او افغانستان لپاره یې د واخان پر اهمیت ټینګار کړی دی.