د طالبانو د پاسپورټ ریاست بیا د پاسپورټونو د حضوري ویش لړۍ پیلوي

د طالبانو حکومت د پاسپورټ ریاست وايي چې د چهارشنبې په ورځ د پاسپورټونو د حضوري ویشلو لړۍ ددې لپاره پیلوي چې هغو غوښتونکیو ته پاسپورټونه ورکړل شي، چې په آنلاین بڼه خپل غوښتنلیکونه نه شي استولی.

طالبان وايي د پاسپورټونو د وېشلو دا لړۍ په حضوري ډول دی، داسې چې مراجعه کوونکي خپل غوښتنلیکونه او عریضې په حضوري ډول د پاسپورټ ریاست سپاري. دې بهیر ته د «افلاین» اصطلاح هم کارول کېږي.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ ریاست رئیس عبدالکریم حسیب د دوشنبې په ورځ جنورۍ اتم( مرغومې ۱۸) په یو ویډیوي پیغام کې ویلي چې د پاسپورټونو غوښتونکي کولی شي د نوو پاسپورټونو ترلاسه کولو لپاره د آنلاین غوښتنلیکونو ترڅنګ د آفلاین له لارې دغه ریاست ته خپل غوښتنلیکونه واستوي.

مولوي حسیب په دې ویډیوي پیغام کې ویلي: "په آفلاین ډول د پاسپورټونو د وېش طریقه به داسې وي چې هره پنجشنه به هېوادوال راځي، مونږ به یې عریضې اخلو، هغوی ته به سټیکر ورکوو، په سټیکر کې به ورته تاریخ او ورځ لیکل شوې وي د یوې اونۍ څخه تر دوو اونیو موده کې به ورځ ورته مشخصه وي چې په دې ورځ راشه، خپل پاسپورټ طی مراحل کړه."

د پاسپورټ رئیس وویل چې د پاسپورټونو د ویشلو دا بهیر به چارشنبې جنورۍ لسم ( مرغومې ۲۰) پیل شي. هغه وویل چې په راتلونکو اونیو کې به پنجشنبې ورځ په آفلاین بڼه د پاسپورټونو د غوښتنلیکونو لپاره ځانګړې کړي.

په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته د یوې خوا پاسپورټونو ترلاسه کولو ته د خلکو اړتیا ډیره زیاته شوې او د بلې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت په مختلفو وختونو کې په کابل او ولایتونو کې د پاسپورټونو د ویشلو په بهیر کې خڼدونه جوړ کړي چې ورسره په تور بازار کې د پاسپورټونو د پلورلو لپاره یې زمینه برابره کړې ده.

د رپوڼوتو له مخې په تیرو څه باندې دوو کلونو کې له افغانستان څخه په سلګونو زره افغانان بهرنیو هیوادونو ته په ځانګړي ډول ایران او پاکستان ته کډه شوي، چې اکثره یې په پاسپورټونو او ویزو ګاونډیو هیوادونو ته تللي دي.

که څه هم د روان ۱۴۰۲ لمریز کال له پیل څخه راهیسې په کابل او ولایتونو کې د پاسپورټونو د ویشلو بهیر روان دی، د تیر لمریز کال په اوږدو کې د طالبانو د پاسپورټ د عمومي ریاست له خوا د پاسپورټونو د ویشلو د بهیر د بندیدو سره سم د پاسپورټ غوښتونکو په تور بازار کې په زیاتو پیسو د پاسپورټو رانیولوته مخه کړې وه.

د پاسپورټونو ځینې غوښتونکو ادعا کړې وه، چې کمیشنکاران د زیاتو پیسو په بدل کې د پاسپورټ غوښتونکو ته پاسپورټونه برابروي.

په دغو راپورونو کې ویل شوي و، چې په تور بازار کې د یو جلد پاسپورټ بیه د ۲۰۰۰ ډالرو څخه تر ۴۰۰۰ ډالرو پورې رسیدلې وه.

په افغانستان کې د لسو کالو د مودې د پاسپورټ اصلي بیه شاوخوا ۱۲۰ ډالر کېږي.