د طالبانو د پوهنې وزیر د خپل حکومت څخه د خلکو د مخ اړولو په اړه خبرداری ورکړی

د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت سرپرست سید حبیب الله اغا

د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت سرپرست سید حبیب الله اغا کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې د طالبانو د حکومت د ځینو چارواکو کړنې ترپوښتنې لاندې راوستي او خبرداری یې ورکړی چې دا ډول کړنې به د طالبانو له حکومت څخه د خلکو د مخ اړولو سبب شي.

سید حبیب الله اغا د چهارشنبې په ورځ مۍ ۱۵( ثور۲۶) د طالبانو په حکومتي ادارو کې د ساده شویو پروسو د پلې کېدو هوکړه لیکونو د لاسلیکولو په مراسمو کې وویل، چې په کار دي د پروسو د ساده کولو پرځای د حکومت چارواکي هم ساده ژوند غوره کړي.

هغه وویل چې طالبان د خلکو په ملاتړ تر دغه ځایه رسیدلي دي، خو اوس یې وزیران هغوی ته د ملاقات وخت هم نه ورکوي.

هغه وویل: "وزیر صاحب له ځان څخه غټ سړی جوړ کړی، دده ملاقات نه ور رسیږي ولې وزیر صاحب دی...دا هغه ولس دی دا هغه خلک دی چې مونږ او تاسو ته یې د خپلو کوروالاو سره د چاپې په وخت کې ساتلي یو او پښتون یا افغان که پښتون وي که فارسي زیان وي افغانان یو غیرتي قوم دی نه غواړي چې د کوروالا ټکری یې یو پردی سړی وویني، خو دې مجاهدین د خپلې میرمنې سره کښینول د چاپو څخه یې وساتل نن هغه بیچاره راروان دی او زه ورته وایم چې تیلیفون دې نه دې کړی رابطه دې نه ده کړې ته لومړی تیلیفون وکړه بیا به زه له تاسره ملاقات وکړم".

سید حبیب الله اغا د خپل حکومت کړنې هم ترپوښتنې راوستې: "مونږ خو د صحابه کرامو جانشین ځانونه بولو، صحابه کرامو داسې حکومت کوه لکه اوس یې چې مونږ کوو... دا به اخیر دا ولس له مونږ څخه مخ واړوي پر بله خوا ".

د طالبانو په حکومتي ادارو کې د ساده شویو پروسو د پلې کېدو هوکړه لیکونو د لاسلیکولو په دې مراسمو کې د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا د مرستیال ملا عبدالسلام حنفي په ګډون د طالبانو د حکومت یو شمیر نورو چارواکو هم ویناوې وکړې.

سید حبیب الله اغا د خلکو د نارضایتۍ په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې پخپله دده په مشرۍ وزارت په افغانستان کې د لومړنۍ دورې څخه پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو په پراخه کچه د خلکو د نارضیتيو سره سره بندیز جارې ساتلی دی.

د طالبانو د حکومت د ځینو پالیسیو سره د خلکو د مخالفت سره سره دغه حکومت پر خلکو د خپلو پالیسیو منلو ته دوام ورکړی دی.

د کوکنارو د کښت په بدل کې بزګرانو ته د بدلیل معشیت د نه برابرولو باوجود د طالبانو حکومت په افغانستان کې د خپل مشر ملاهبت الله اخوندزاده فرمان د پلي کیدو لپاره اقداماتو ته دوام ورکړی چې په ځینو ولایتونو کې پر وړاندې یې کلک مخالفت ښودل شوی دی.

د دوشنبې په ورځ د بدخشان ولایت د ارګو د ولسوالۍ د برلاس په سیمه کې یو ځل بیا ولسي وګړو د طالبانو د حکومت له خوا د کوکنارو د کښت د اړولو ځواکونو سره نښه کړې چې د رپوټونو له مخې په کې درې تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو حکومت په رسمي ډول د ارګو په ولسوالۍ کې په تازه نښتو کې د تلفاتو په اړه خپاره شوي راپورونه تراوسه نه تائید کړي او نه هم رد کړي دي. ددې دمخه هم د مۍ د میاشتې په سر کې د بدخشان ولایت د درایم او ارګو په ولسوالیو کې ولسي وګړو د طالبانو د کوکنارو د فصل له منځه وړلو ځواکونو سره نښتې کړې وې چې له امله یې په دغو دوو ولسوالیو کې دوه تنو ولسي وګړو ژوند له لاسه ورکړی وو.

همداشان د تیرې اونۍ په سر کې د ننګرهار په ولایت کې د ځمکې په سر په نښته کې د یو طالب وسله وال په ګډون درې تنه وژل شوي وو.

د سید حبیب الله اغا ددغو څرګندونو دمخه د طالبانو یو شمیر نورو لوړپوړو چارواکو د ښځو د تعلیم او کار په ګډون د طالبانو د حکومت پر پالیسیو تند انقادونه کړي وو، خو دا ډول څرګندونې او انتقادونه تراوسه ددغو پالیسیو د بدلولو سره کومه مرسته نه ده کړې.