یعقوب مجاهد: څوک دې د خپلو امنیتي ناکامیو پړه پر افغانانو نه اچوي

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد ویلي، چې هیڅوک دې په خپله خاوره کې د امنیتي پېښو په مخنیوي کې د ناکامۍ پړه پر افغانانو او د طالبانو پر حکومت نه اچوي.

یعقوب مجاهد د سه شنبې په ورځ اګست ۱۵ (زمري ۲۴) د دفاع په وزارت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو د دوییمې کلیزې په مناسبت یوې غونډې ته په وینا کې وویل، ددې لپاره چې د خپل ملت فکرونه بلې خوا ته واړوي پر افغانستان باندې تورونه لګوي.

ښاغلي مجاهد وویل: "مونږ د هیچا سره دښمني نه غواړو د هیچا امنیت خرابولو ته تږي نه یو، خو دوی باید خپل مسولیت وپیژني او نور افغانان او د افغانستان مظلوم ملت او دا د افغانستان د ملت نماینده حکومت [طالبانو حکومت] تورن نکړي د خپلو ناکامیو د پټولو لپاره باید بې ځایه ادعاوې ونکړي".

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت سرپرست په خپلو څرګندونو کې د کوم هیواد نوم وانخیست، خو په دې وروستیو اونیو کې د پاکستان پوځي او ملکي لوړپوړو چارواکو په پرله پسې ډول د طالبانو په حکومت د تحریک طالبان پاکستان ډلې وسله والو ته د پناه د ورکولو توروونه لګولي دي.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر جنرال منیر اګست اووم (زمری۱۶) د پیښور په بالاحصار کې یوې غونډې ته په وینا کې د طالبانو حکومت باندې ددغه هیواد مخالفو وسله والو ته د پناه او په ازاد ډول د فعالیت د اجازې د ورکولو تورونه ولګول

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې د جنرال منیرله قوله ویل شوي: "پاکستان د افغانستان په خاوره کې هغو ډلو ته چې بندیز پرې لګول شوی د پناه ځایونو په ورکولو او په ازاد ډول د دغو ډلو په اقداماتو باندې اندیښمن دی".

همداشان جنرال منیر په پاکستان کې په تروریستي فعالیتونو کې د افغانانو په ښکیلتیا باندې یو ځل بیا اندیښنه وښودله او ویې ویل، چې په ترهګریزو فعالیتونو کې د افغانانو ښکیلتیا د سیمې ثبات ته زیان رسوي . هغه وویل،چې دا ډول اقدامات د دوحې له هوکړې څخه سرغړونه ده.

د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست وویل، چې افغانستان د چا لپاره خطر نه دی. افغانستان ۴۰ کاله ستونزې او مشکلات ګاللي او په دې پوهیږي دا ناخوالې او مشکلات د هیچا په ګټه نه دي.

یعقوب مجاهد وویل: "زه دومره ورته حیران یم چې ولي دا کوئ او باید داسې ونکړي که تاسو دا ددې لپاره کوئ، چې نړۍ ته دا پیغام ورکړئ چې افغانستان ستاسو لپاره هم خطر دی او افغانستان مه پریږئ چې په داسې حالت کې دوام وکړي خو دا ارمان به انشاالله دا ځل د افغانستان د جغرافیه دښمنان خارو ته وړي".

مولوي یعقوب مجاهد په خپله وینا کې د خپل حکومت د مخالفو وسله والو د فعالیتونو په اړه هم خبرې وکړې او پرته له دې چې د کوم هیواد یا هیوادونو نوم واخلي له هیوادونو یې وغوښتل، چې د طالبانو په خلاف دې د طالبانو مخالفو وسله والو سره مرستې نه کوي.

ښاغلي مجاهد وویل: "که څوک زمونږ پر خلاف زمونږ مخالفین روزي، دا ذهنیت ورکوي چې ولاړ شه افغانستان ته او امنیت خراب کړه ، په یو او بله نامه د افغانستان بعضې او په کمه اندازه غولېدلي کسان پیچکاري کوي، منظم کوي او زمونږ پر خلاف منسجم کوي، دوی باید پوه شي چې پر دې هر څه مونږ پوهېږو، غافل نه یو."

د طالبانو د حکومت یوې وسله والې مخالفې ډلې د افغانستان د مقاومت ملي جبهې د دوشنبې په ورځ اګست ۱۴ ( زمري ۲۳) په یوه اعلامیه کې د طالبانو پر واندې د وسله والې مبارزې ترڅنګ د مدني خوځښتونو له لارو د مبارزې په دوام ټینګار کړی و.

دغې جبهې ادعا کړې وه، چې په افغانستان کې یې د طالبانو پر وړاندې مقاومت د پراخیدو په حال کې دی. د افغانستان د مقاومت ملي جبهې مشري احمد مسعود په غاړه لري د رپوټونو له مخې احمد مسعود په تاجیکستان کې اوسیږي. خو د مقاومت ملي جبهې په دغه هیواد کې د ښاغلي مسعود اوسیدل نه دي تائید کړي.

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت سرپرست په خپله وینا کې د خپل حکومت له مخالفانو وغوښتل چې افغانستان ته دې ستانه شي.

د سه شنبې په ورځ ورځ اګست ۱۵ (زمري ۲۴) د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي وویل، چې هېڅوک د افغانستان د موجوده حکومت د وسله وال مخالفت ملاتړ نور نه کوي

هغه وویل: "که څوک غواړي، چې افغانستان کې اوبه خړې کړي په دې باید پوه شي چې هغه ډونران هم نور ستړي شوي چې مخکې به یې ورسره مرسته کوله".

امیرخان متقي وویل، چې هم امریکايي چارواکو او هم د اروپايي هیوادونو چارواکو ورته ویلي چې دوی د طالبانو د حکومت پر خلاف د وسله وال مقاومت څخه ملاتړ نه کوي.