طالبان: د اسلامي شریعت په هکله د غیر مسلمو اندیښنې 'ګستاخي' ده

په افغانستان کې د طالبانو مشرانو دوشنبه اګست ۲۶ ( وږي پنځمه) د دې ډلې د امر بالمعروف د نوي قانون په هکله د ملګرو ملتونو په اعتراضونو انتقاد کړی او پدې هکله یې اندیښنې "بې اساسه" بللې دي.

په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې روز میري دیکارلو د طالبانو د دغه قانون په هکله ویلي چې پلی کیدل دوام به نړیواله ټولنه کې د افغانستان د ادغام مخه ونیسي.

میرمن ډیکارلو تیره ورځ د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په دې اړه د یوناما د مشرې روزا اتنبایوا خپرې شوې اعلامیې ته په اشارې ویلي چې دا قانون په افغاانستان کې د خلکو په ځانګړي ډول د ښځو ازادۍ لا محدودوي.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دې قانون په هکله د ملګرو ملتونو او نورو ادارو اندیښنې رد کړیدي او له هغوي یې غوښتي چې په اسلامي احکامو ځانونه پوه کاندي.

دا مطلب هم ولولئ یوناما: د طالبانو د امر بالمعروف په قانون اندېښمن یو؛ د خلکو فردي چلند محدودوي

مجاهد د ایکس په شبکې کې لیکلي، "که کوم غیر مسلم د دغو قوانینو په اړه اندیښنه ښیي او رد کوي یې، لومړې دې په اسلامي قوانینو ځان پوه کړي او د اسلامي ارزښتونو درناوی دې وکړي".

سره لدې چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر (یوناما) مشرې روزا اوتنبایوا دغه قانون "د افغانستان د راتلونکي لپاره یو دردونکی لیدلوری بللی، چې اخلاقي پلټونکو ته اختیارات ورکړل شوي چې هر څوک د پراخو او ځینې وخت مبهمو سرغړونو په تور وګواښي او توقیف یې کړي."

خو د طالبانو ویاند دې اندیښنو ته په غبرګون کې لیکلی، "مونږ په اسلامي شریعت باندې داسې اعتراض د دوي ګستاخي بولو".

مجاهد همدارنګه له مسلمانانو غوښتي چې په نوي قانون باندې د لا ښه پوهیدو لپاره دې له علماوو پوښتنې وکړي او دا یې هم لیکلي چې د امر بالمعروف په هکله اندیښنې د دې ډلې په دریځ کې "کوم اغیز نشي لرلی".

د طالبانو حکومت په دوامداره توګه له ښځو سره د چلند په شمول، پر خپلو تګلارو باندې نړیوالې نیوکې رد کړي دي. ملګرو ملتونو په افغانستان کې پر ښځو او نجونو باندې د طالبانو محدودیتونه "جنسیتي اپارتاید" بللی دی.

د امر بالمعروف نوی قانون د طالبانو د محتسبینو له خوا پلی کیږي. په دې قانون کې د سرغړوونکو لپاره له شفاهي خبرداریو نیولې تر زنداني کېدو پورې سزاګانې ټاکل شوي دي.