طالبانو فاریاب کې د یوې هلیکوپترې ۱۸ مسافر یرغمل کړي

د افغانستان د دفاع وزارت وایي په فاریاب کې د یوې چورلکې د بیړنۍ ناستې په وخت په دې چورلکې کې درې تنه وژل شوي هم دي

د افغان ملي اردو یوې چورلکې تېره ورځ د تخنیکي ستونزو له امله په فاریاب ولایت کې بېړنۍ ناسته وکړه.

د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري اشنا راډیو ته وویل چې د ملي اردو د یوې چورلکې په بېړنۍ ناسته کې د هغې درې تنه پیلوټان وژل شوي او ۱۸تنه نور سپاره یې ژوندي د دولت د مخالفو وسله والو لاس ته ورغلي دي.

جنرال وزیری وایي چې دغه الوتکه د یوې شخصي کمپنۍ اړونده وه او د سه شنبې په ورځ ماسپښین مهال له مزارشریف څخه فاریاب ته پر لار وه چې د تخنیکي ستونزو له امله په پښتون کوټ ولسوالۍ کې بېړنۍ ناسته کړې.

هغه وایي دغه الوتکه وروسته د دولت د مخالفو وسله والو له لوري محاصره شوې چې د دواړو لوریو ترمنځ په نښته کې د ملي اردو دوه سرتېري او د الوتکې یو کارکوونکی وژل شوي او د دوو بهرنیانو په ګډون ۱۸ تنه نور مخالفینو له ځانه سره ژوندي بیولي دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند د دغو دوو بهرنیانو په اړه نور جزیات ور نه کړل چې کوم هیواد پورې اړه لري؟

هغه وایي په یرغمل شویو کسانو کې ۱۶تنه د ملي اردو سرتېري دي.

جنرال دولت وزیری وایي په سیمه کې د یرغمل شویو سرتېرو د خلاصون لپاره د دوی عملیات په چټکۍ سره پرمخ روان دي.

وسله والو طالبانو رسنیو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې تېره ورځ مازدیګر څلور بجې یې د فاریاب ولایت د خواجه موسی ولسوالۍ اړونده په تخت بازار سیمه کې د ملي اردو یوه الوتکه راغورځولې ده چې په کې ۵ تنه سپاره وژل شوي او ۱۵ تنه نور یې له ځانه سره ژوندي بیولي دي.

د وسله والو طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي چې ددې هیلیکوبتر اکثره سپاره نظامي لباس پر تن لره او الوتکه یې له راپرځولو وروسته په بشپړه توګه سوځولې ده.