په ننګرهار کې مېرمنې پر امنیتي ننګونو سربېره ماشومانو ته د پولیو واکسین پر سم پلي کولو او خلکو ته په عامه پوهاوی کې د ښځو په رول ټینګار کوي.
په ختیځ کې ښځینه فعالانې د پولیو پر وړاندې روانه مبارزه کې د لوستو مېرمنو ونډه ګټوره بولي او وایي چې دوی کولی شي په کورنیو کې د پولیو واکسین د ګټو په اړه ګټور عامه پوهاوی ورکړي.
د ننګرهار ولایتي اداره غواړي چې د ښار اوسیدونکي د پولیو واکسیناتورانو سره د واکسین په پلي کولو او عامه پوهاوي کې مرسته وکړي.
د ننګرهار چارواکي وایي چې د پولیو لپاره یې د یو منظم پلان په جوړولو سره د دواړو خواوو مسافرو ته د تګ را تګ پر مهال د ګوزڼ واکسین آسانتیاوې برابرې کړي.
په ننګرهار کې د پولیو ضد واکسین د ښه ترسراوي له امله په چاپیریال کې د پولیو ویروس د ډیریدو مخنیوی شوی.
د ننګرهار امنیه قومنداني وایي چې د دې ولایت پولیس د پولیو واکسیناتورانو د امنیت په ټینګښت کې پوره مرسته کوي او هغوی ته هر ډول آسانتیاوې برابروي.
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست پر وینا د دې ولایت په یو شمېر ناامنو سیمو کې شاوخوا ۳۸ زره ماشومان د ناامنۍ له امله له پولیو ضد واکسین څخه پاتې دي.
په ننګرهار کې ولایتي ادارې د پولیو واکسین پر وړاندې د روانې مبارزې چټکتیا او اغېزمنتیا لپاره نوي اقدامات کړي.
د ننگرهار د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت مسوولین وایي چې له پاکستانه د پولیو ویروس د رالېږد مخنیوي لپاره یې په تورخم ښارګوټي کې د واکسین ټیمونه ګمارلي دي چې ټوله اونۍ کار کوي.
روغتیايي چارواکي وايي چې په ډیرو سیمو کې کورنۍ د پولیو پر وړاندې مبارزه کې په بشپړه توګه ونډه نه اخلي، بې غوري کوي او تر ډېره د ماشومانو واکسین کولو سره لېوالتیا هم نه ښیي.
د افغانستان په ختیځ کې دیني عالمان له ډېرې مودې راهیسې د پولیو ناروغۍ پر وړاندې د دولت سره په ګډه مبارزه کوي.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزی وایي چې په دې ولایت کې د پولیو ناروغۍ پر ضد ولایتي ادارې هڅې پیل کړي دي ترڅو د دیني عالمانو، قومي مخورو، ځوانانو او ښځېنه فعالانو په مرسته پولیو له منځه یوسي.
د ننګرهار د علماوو شورا مشر مولوي حبیب الله جلال ابادي تر مشرۍ لاندې د ختیځ نورو دیني عالمانو د پولیو پر وړاندې د واکسین پر مشروعیت خلکو او روغتیایي ادارو ته فتوا ورکړی ده.
د ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولایت اوسیدونکی خیرالله وایي چې پنځه کلنه لور یې څلور کاله وړاندې هغه وخت چې له پاکستان څخه خپل هیواد ته راستون شه، په ګوزڼ ناروغۍ اخته شوه.
د ننگرهار د گوشتې ولسوالۍ محلي مسولین وایي چې پاکستاني او چینایي قاچاقبران ،د محلي زورواکانو په مرسته د دغه ولسوالۍ له کانونو قیمتي معدن غلا کوي.
په ننګرهار کې چارواکي وایي د ماین یوې چاودنې د ننګرهار پوهنتون یو استاد وژلی او درې نور یې ژوبل کړي دي.
مقامات وایي په ٢٠١٨ کال په ننگرهار، کونړ او لغمان ولایتونو په فعالو ۲۵۰ فارمونو کې ٦٠٠ ټنه کبان تولید شوي دي.
د روانې عیسوي میاشتې په ۲۴ مه د چهارشنبې په ورځ د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ د له منځه وړلو نړیواله ورځ لمانځل کیږي، خو دا ناروغۍ لا تر اوسه په افغانستان کې پاتې ده او سږ کال یې د مثبتو پيښو شمير ۱۶ ته ورسید.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، چې د ننګرهار ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې یوه ماشومه په پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوې ده.
په ننګرهار کې چارواکي وایي په هغو سیمو کې چې د داعش جګړه ماران او نور اورپکي شړل شوي، محلي اردو جوړوي.
نور پورته کول