طالبان وايي، چین په بیجینګ کې د طالبانو د حکومت سفیر منلی دی

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د دغه حکومت مرستیال ویاند اسدالله بلال کریمي د چین د حکومت له خوا په دغه هیواد کې د دغې ډلې د سفیر په توګه منل شوي دی.

د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د جمعې په ورځ ډسمبر اول (لیندۍ لسم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې بلال کریمي نن د خپلې اعتمادنامې کاپي د چین د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو لوی رئیس هونګ لې ته سپارلې ده.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "په دې اړه جوړه شوې ناسته کې ښاغلی هونګ لې د ا.ا.ا سفیر [طالبانو حکومت] ته ښه راغلاست ووایه او دا یې د چین او افغانستان ترمنځ د روابطو په پراختیا کې مهم ګام وباله. نوموړي وویل چې چین د افغانستان ملي حاکميت او د افغانستان د خلکو پریکړو ته احترام لري او د افغانستان په داخلي امورو کې مداخله نه کوي او نه یې پخوا مداخله کړې ده."

همداشان ددغې اعلامیې له مخې ښاغلي هونګ لې ویلي چې چین غواړي د يوې لارې او یو کمربند په چوکاټ کې افغانستان سره په اقتصادي او زيربنايي پروژو کې مرسته وکړي.

د اعلامیې له مخې ښاغلي کریمي دغه چینايي چارواکي ته ویلي چې دې په چین کې د افغانستان د سفیر او د طالبانو د حکومت د ځانګړي استازي په توګه دنده پیلوي.

اعلامیه کې ویل شوي: " بلال کریمي د خپلو خبرو په لړ کې چينايي لوري ته ډاډ ورکړ، چې د افغانستان له خاورې هيچا ته تهدید نه دی متوجه او په سیمه کې ثبات او امنیت د ټولو په ګټه دی. همداراز نوموړي د افغانستان په اړه د چین مثبته او د نه مداخلې پالیسي وستایله او چین یې د افغانستان ښه ګاونډی و باله".

اسد الله بلال کریمي د طالبانو له خوا په چین کې د سفیر په توګه د ټاکلو وروسته د ۲۰۲۳ کال د نومبر میاشتې په ۲۴ نیټه د چین پلازمینې بیجینګ ته تللی دی.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي چې ښاغلي کریمي د افغانستان لپاره د چین د بهرنيو چارو د وزارت د ځانګړي استازي یوی شاویونګ او مل هیئت سره هم کتلي دي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې بلال کریمي په افغانستان کې د چين له لوري د سرمایه ګذارۍ، د زیر بناوو د احیا، د انکشافي پروژو او بیا رغونې په برخو کې د چين رول مهم یاد کړ او په افغانستان کې اوسنی راغلی ثبات یې یو ښه فرصت و باله چې باید اعظمي استفاده ترې وشي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي چې هونګ لې هیله څرګنده کړه چې بیجینګ ته د طالبانو حکومت د رسمي سفیر په راتګ سره د چین او افغانستان ترمنځ به اړيکې لا پیاوړي او پراخې شي.

د روان ۲۰۲۳ کال د سپتمبر ۱۳ (وږي ۲۲) جاو شینګ افغانستان کې هم د چین د نوي سفیرپه توګه د طالبانو د حکومت رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند ته د یو بهرني هېواد سفیر په حیث په رسمي ډول خپل باور لیک وړاندې کړی وو.

طالبانو چې په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړی تراوسه د چین په ګډون هیڅ کوم هیواد له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی.

خو د چین سربیره روسیه، ترکیه، هند او اروپايي ټولنې په ګډون د سیمې د یوش میر هیوادونو او ګاونډیو هیوادونو سفارتونه په کابل کې پرانیستي دي او هم طالبانو حکومت د چین، روسیې، ترکیې او یو شمیر ګاونډیو او سیمې هیوادونو ته خپل دپلوماتان استولي چې د افغانستان په سفارتونو او سیاسي نمایندګیو کې په کاربوخت دي.