طالبان: پاکستان کې دې له افغان کډوالو سره ناسم چلند او د هغوی اجباري ایستل بند شي

د طالبانو د حکومت یو شمیر چارواکو د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر فضل الرحمن په مشرۍ پلاوي سره په کتنه کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د ښوو اړیکو په ټینګیدو ټینګار کړی او هیله یې ښودلې چې کابل ته ددغه پلاوي سفر به د ناسمو تفاهماتو په راکمولو کې مرسته وکړي.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن په مشرۍ پلاوي د یکشنبې په ورځ جنورۍ اووم (مرغومې ۱۷) د طالبانو د حکومت په بلنه افغانستان ته تللی دی.

د طالبانو د حکومت د ویاند دفترد یکشنبې په ماښام جنورۍ اووم ( مرغومې ۱۷) په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې ددغه حکومت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال عبدالکبیر په سپېدار ماڼۍ کې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشراو مل پلاوي سره په کتنه کې ډاډ ورکړی چې د افغانستان له خاورې څخه به هیچاته خطر او ګواښ متوجه نشي.

هغه ویلي چې د رسنیزو ادعاوو او پروپاګند پر ځای غوره دا ده، چې په واقعیتونو بحث وشي.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي: " نوموړي وویل، په پاکستان کې له افغان کډوالو سره ناسم چلند او په اجباري ډول د هغوی ایستل دې بند شي او افغان کډوالو ته دې لازم سهولتونه برابر شي."

عبدالکبیر هیله ښودلې چې مولانا فضل الرحمن او ورسره پلاوی به د طالبانو د حکومت پيغام اسلام اباد ته ورسوي، چې دا حکومت په سیمه کې د امن او ثبات غوښتونکی دی او هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد وکاروي.

په دې خبرپاڼه کې د فضل الرحمان له قوله ویل شوي چې دواړه اسلامي هیوادونه ګډ مشترکات لري او باید ستونزې د خبرو له لارې حل شي او کابل او اسلام اباد باید یو بل ته د ګټې رسولو او مرستې لپاره هڅې وکړي.

فضل الرحمان ویلي:" مونږ د افغان کډوالو د اېستلو پریکړه غندو، دا ملتونه یو له بل سره ګډ مشترکات لري. زمونږ هدف دا دی چې شته تعلقات د دواړو هیوادونو په مشترکاتو استعمال کړو".

د بلې خوا د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلویزیون سره په مرکه کې هیله ښودلې چې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام د ګوند د مشر سفر به د افغانستان او پاکستان د اړیکو ښه کیدو کې چې د دواړو هیوادونو په ګټه وي مرسته وکړي.

متقي ویلي:" د افغانستان اسلامي امارت ( طالبانو حکومت) د ټولو ګاونډیانو په حق کې ښه نیت لري د ټولو سره مثبتې اړیکې غواړي". امیرخان متقي ویلي چې دا پلاوی به افغانستان ته د سفر پر مهال د طالبانو د سیاسي چارو د مشرانو سربیره د دیني عالمانو سره هم خبرې وکړي.

د طالبانو حکومت د جمعیت علمای اسلام د ګوند مشرته دا بلنه وروسته له هغه ورکړه چې پاکستاني ملکي او نظامي چارواکو په پرله پسې ډول د طالبانو په حکومت د تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي د ډلې څخه د ملاتړ او په افغانستان کې ورته د پټنځایونو د چمتوکولو تورونه لګولي او ویلي دي چې ددغې ډلې وسله وال په پاکستان کې په امنیتي ځواکونو د بریدونو لپاره د افغانستان خاورې څخه کار اخلي.

طالبانو حکومت دا ادعاوې په پرله پسې ډول ردې کړي او ویلي دي چې هیچا ته ددې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هیواد په خلاف وکاروي.

د افغانستان ته د فضل الرحمان ددغه سفر دمخه د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت د ستراتیژیکو استخباراتو معین او د کندهار سرپرست والي ملا محمد شیرین اخند په اسلام اباد کې د پنجشنبې په ورځ جنورۍ پنځم ( مرغومې ۱۴) د پاکستاني چارواکو سره د ټي ټي پي د ډلې د فعالیتونو په ګډون په یو لړ مسلو خبرې کړي دي