سوریه کې یاغیان حمص ښار ته نږدې شوي، وايي موخه یې د حکومت نسکورول دي

د سوریې د حکومت مخالف یاغیان د حما ښار له نیولو وروسته.

په سوریه کې د حکومت ضد وسله وال یاغیان د حلب او حما د ښارونو له نیولو وروسته د جمعې په ورځ، دسمبر شپږمه (لیندۍ ۱۶) ددغه هېواد حمص ښار ته نږدې شوي او ویلي یې دي چې موخه یې د ولسمشر بشارالاسد د واکمنۍ نسکورول دي.

د سوریې د بشري حقونو د څار د ادارې مشر رامي عبدالرحمن وویل، چې "حیات تحریر الشام او متحدې ډلې یې د حمص پنځه کیلومترۍ ته رسېدلي" او د رستن او تلبیسه ښارګوټي یې نیولي دي.

حمص د حما ښار جنوب لور ته پروت دی. یاغیانو د پنجشنبې په ورځ د حما ښار ونیو او څو ورځې وړاندې یې د سوریې دوهم ستر ښار حلب نیولی و.

د یاغیانو پوځي مشر حسن عبدالغني د جمعې په ورځ په ټلیګرام باندې په یو بیان کې وویل چې ځواکونه یې د حمص په لور وړاندې تګ ته دوام ورکوي.

حسن عبدالغني ویلي چې "سلګونه" جنګیالي چې کلونه وړاندې د حکومت لاس ته د حمص د لوېدو له کبله له دغه ښار څخه وتلو ته اړ شوي وو، "د دوی په ښار باندې د بشارالاسد د تیري د مخنیوي لپاره" بیرته راستانه شوي دي.

د ۲۰۱۱ په مارچ کې په سوریه کې د حکومت ضد پاڅون وروسته په حمص کې پراخې مظاهرې وشوې او له همدې کبله د "انقلاب پلازمینه" بلل کیده.

د حکومت د نسکورولو هدف

د حیات تحریر الشام مشر ابو محمد الجولاني ویلي، د جګړې هدف د اسد د واکمنۍ نسکورول دي.

جولاني له سي این این تلویزیون سره په مرکه کې وویل: "کله چې موږ د اهدافو په اړه خبرې کوو، د انقلاب هدف د دې رژیم نسکورول دی. دا زموږ حق دی چې دې هدف ته د رسیدو لپاره له ټولو موجودو لارو چارو څخه کار واخلو."

د حیات تحریر الشام په مشرۍ د یاغیانو ډلو د نومبر په ۲۷مه په سوریه کې بریدونه پیل کړل. دغه ډله پخوا د القاعده د سوریې له څانګې سره د اړیکو په لرلو مشهوره وه، خو په وروستیو کلونو کې یې معتدل دریځ غوره کړی دی.

د سوریې په شمال کې د یاغیانو د بریدونو د پیل سره په یوه ورځ د اسرائیل او لبنان د حزب الله ډلې تر منځ د اوربند پرېکړه وشوه. د حزب الله ډله او همدارنګه روسیه او ایران د بشارالاسد د حکومت مهم ملاتړي بلل کیږي.

ترکیه په سوریه کې د حکومت د مخالفو ځواکونو ملاتړ کوي او د جمعې په ورځ یې وویل چې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان به د روانې اونۍ په پای کې په قطر کې له خپلو روسي او ایراني سیالانو سره د سوریې د وضعیت په اړه خبرې وکړي.

ددې مطلب د چمتو کولو لپاره د اسوشیټډ پرس او فرانس پرس اژانسونو معلومات کارول شوي دي.