بایډن: متحده ایالتونه د جنسیت په بنسټ د تاوتریخوالي ختمولو لپاره جدي هڅې کوي

د امریکا ولسمشر جوبایډن

د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې متحده ایالات په کور دننه او بهر به د جنسیت په بنسټ د تاوتریخوالي د ختمولو لپاره جدي هڅې کوي.

په خپره شوې اعلامیه کې د ولسمشر بایډن په حواله ویل شوي: " د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی د بشري حقونو څخه سرغړونه او یو داسې بحران دی چې له هرو دریو ښځو او نجونو څخه یوه یې اغېزمنوي."

اعلامیه زیاتوي: "هر ځای چې ښځې او نجونې له خطر سره مخ وي، هلته سوله، ثبات او اقتصادي پرمختګ هم له ګواښ سره مخامخ وي."

ولسمشر بایډن په اعلامیې کې ټینګار کړی او ویلي یې دي: "د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي ختمول زما موخه ده."

نوموړي ویلي، کله چې هغه سناتور و، نه یوازې یې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون لیکلی و، بلکې له قربانیانو سره یې همکاري هم کړې وه. د هغه په وینا، کله چې ولسمشر شو، دغه قانون یې بیا توشیح کړ. دغه قانون نه یوازې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي قربانیانو ته ملاتړ برابروي، بلکې د انلاین ځورونې پر وړاندې خوندي اقدامات هم پکې شامل دي.

جو بایډن همدارنګه د خپل حکومت د اقداماتو په اړه ویلي، چې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي پر وړاندې د مبارزې لپاره یې تر ټولو لوړه بودیجه، یعني ۲۵۰ میلیونه ډالره ځانګړې کړې ده.

ولسمشر بایډن ویلي، چې د هغه حکومت د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د ختمولو لپاره لومړنی ملي پلان جوړ کړی دی. نوموړي زیاته کړې، چې حکومت یې په نړیواله کچه د دغه ډول تاوتریخوالي د مخنیوي او ځواب ورکولو لپاره ځانګړې هڅې کړي دي.

په اعلامیه کې د امریکا د پالیسیو یادونه هم شوې، چې نه یوازې په کور دننه، بلکې په نړیواله کچه د انټرنټ پر لیکه د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره عملي شوې دي. دغه پالیسۍ د هغو کسانو ملاتړ هم کوي چې د انټرنټ پر لیکه د ناوړه استفادې قربانیان ګرځېدلي وي.

اعلامیه زیاتوي، چې متحدو ایالتونو په یوه تاریخي اقدام کې، د جګړو اړوند د جنسي تاوتریخوالي د قضیو د حساب او کتاب لپاره هم کوټلي ګامونه اخیستي دي.

جو بایډن همدارنګه ویلي، چې په ۲۰۲۲ کال کې یې د جګړو اړوند جنسي تاوتریخوالي د مسؤلیت منلو په اړه له سپینې ماڼۍ یو یادداشت صادر کړی دی. هغه زیاته کړه، چې په دې یادداشت کې فدرالي ادارو ته لارښوونه شوې، ترڅو د بندیزونو او د مرستو د محدودیتونو په ګډون بېلابېلې لارې چارې د هغو کسانو د مجازاتو لپاره وکاروي، چې په دغو تاوتریخوالو کې لاس لري.

بایډن د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د نړیوالې ورځې په اړه دا هم ویلي، چې په تېرو ۲۵ کلونو کې په دې برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي، خو ټینګار یې کړی چې متحده ایالتونه به د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ختمولو هڅو ته دوام ورکړي.

هغه زیاته کړې: "موږ ژمن یوو چې د یوې داسې نړۍ لپاره هلې ځلې وکړو، چې په هغه کې ټولې ښځې او نجونې د تاوتریخوالي او له ډاره پرته، په ازادۍ او ډاډ سره ژوند وکړي."

دا مطلب هم ولولئ ملګري ملتونه: تېر کال په نړۍ کې په هرو لسو دقیقو کې یوه ښځه وژل شوې

ولسمشر بايډن دغه څرګندونې پداسې حال کې کړي،‌ چې د نومبر ۲۵مه، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي له نړیوالې ورځې سره برابره ده.

ددې ورځې په مناسبت، ملګرو ملتونو په یو تازه راپور کې ویلي، چې تېر کال په نړۍ کې، په هرو لسو دقیقو کې یوه ښځه د تاوتریخوالي له امله وژل شوې ده.

د راپور په حواله، زیاتره ښځې د خپل ژوند د شریکانو یا نږدې خپلوانو لخوا وژل شوې دي. راپور کې همدارنګه خبرداری ورکړل شوی، چې "د ښځو وژل لا هم په نړۍ کې په لوړ او اندېښمنونکي کچه پاتې دي."