د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د انساني قاچاق په اړه په خپل کلني راپور کې ویلي چې د طالبانو په لیکو کې بچه بازي موجوده ده او طالبانو د سرتېرو په توګه د تنکیو ځوانانو د ګومارلو او له هغوی څخه د جنسي استفادې د مخنیوي لپاره اقدام نه دی کړی.
په دغه راپور کې ویل شوي، د طالبانو ډلې په افغانستان کې د بیا واکمنېدو راهیسې په تېروڅه کم درېیو کلونو کې د انساني قاچاق پر وړاندې د مبارزې حد اقل معیارونه نه دي پوره کړي.
د دغه راپور د موندنو له مخې، طالبانو په افغانستان کې له ماشومانو څخه د جنسي استفادې او د سرتېرو په توګه د هغوی د ګومارلو په وړاندې هېڅ اقدام نه دی کړی او تر اوسه یې د قربانیانو د پېژندنې او ساتنې په برخه کې هم څه ندي کړي.
په دغه راپور کې افغانستان د هغو هېوادونو په کتار کې په دریم مقام ګې ګڼل شوی چې د انساني قاچاق مسلې ته یې تر ټولو کمه پاملرنه کړې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې د طالبانو له حکومت څخه غوښتل شوي چې د انساني قاچاق پر وړاندې عملي ګامونه پورته کړي.
دغه راپور وړاندیز کړی چې ماشومان دې د طالبانو او نورو وسله والو ډلو په لیکو کې د سرتېرو په توګه ونه ګمارل شي، بچه بازي دې بنده شي او د دې کار قربانیان دې مشخص او خوندي شي.
دغه وزارت همدارنګه وړاندیز کړی چې د قربانیانو د پېژندلو لپاره دې هڅې زیاتې شي، هغوی ته په غیرعادلانه توګه د جزا له ورکولو څخه ډډه وشي، د اغېزمنو ښځو او نارینهوو د خوندیتوب لپاره دې له مدني ټولنې سره همکاري پراخه شي، او د انساني قاچاق ضد داسې قانون تصویب شي چې هر ډول انساني قاچاق پکې جرم وګڼل شي.
د دغه راپور له مخې، د انساني قاچاق ډېری قربانیان په ځانګړې توګه ماشومان په غالۍ اوبدلو، لوښې جوړولو، مزدورۍ د کرنیزو محصولاتو راټولولو، ساختماني کارونو او معدنونو کیندلو، د کوکنارو کښت او مخدره موادو قاچاق او داسې نورو شاقه کارونو کې بوخت دي.
طالبانو د دغه راپور د خپرېدو په ځانګړې توګه د بچه بازۍ د مخنیوي د غوښتنې په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو پخوا یې ویلي چې په هېواد کې اسلامي قانون پلی کوي چې له مخې یې دا ټول کارونه منع دي.
په افغانستان کې د تېر حکومت پر مهال هم د بشري حقونو سازمانونو او ملګرو ملتونو په وار وار په افغانستان کې په انساني قاچاق، د ماشومانو پر استخدام اوو ورڅخه په جنسي استفادې او بچه بازۍ پر موجودیت انتقادونه کړي وو.