د افغانستان د ټولګټو وزارت وايي چې د دغه هېواد د شمال-جنوب نښلوونکي سړک د ۱۷۷ کیلو مترو جوړېدو چارې بشپړې شوې دي.
د افغانستان شمال- جنوب نښلونکي سړک ۹۰۹ کیلو متره اوږد والی لري چې کندهار له بلخ سره نښلوي او غځېدلی سړک به یې له ارزګان، بامیان، دایکندي او سمنګان ولایتونو نه تېر شي.
د ټولګټو وزارت په یوې خبر پاڼې کې چې نن یکشنبه اپرېل ۱۸ (وری۲۹) خپره شوې راغلي دي چې د دغه سړک دوه برخې له مزارشریف نه تر دره صوف پورې ۱۳۵ کیلومیتره او د بامیانو څخه تر یکاولنګ پورې ۴۲ کیلو میتره بشپړې شوې.
خبرپاڼه زیاتوي چې د شمال-جنوب سړک د بلې برخې چارې چې د کندهار نه تر ارزګان پورې غځېږي نژدې راتلونکې کې به پیل شي.
د دغه وزارت په وینا: "اوس مهال مرکزي اسیا له سویلي اسیا سره د تورخم بندر له لارې نښلول شوې ده چې سالنګونه او ماهیپر د بار وړونکو موترو د تګ راتګ لپاره ستونزمن دي."
د ټولګټو وزارت وايي د دغه نښلوونکي سړک د دره صوف نه تر یکاولنګ برخې باندې چې ۱۸۳ کیلو مټره اوږد والی لري کار روان دی.
اوس مهال افغانستان کې تر ټولو اوږد سړک د دغه هېواد حلقوي سړک دی چې لا هم بشپړ شوی نه دی.
افغانستان غرنی هېواد دی او دغه هېواد یې د تګ را تګ او د اسانیتاوو په برخې کې له ستونزو سره مخامخ کړی دی.
په وستیو کلونو کې دغه هېواد کې د اوسپنې لسګونه کیلو متره پټلۍ غځول شوې او سړکونه جوړ شوي خو روان تاوتریخوالی لا هم د دغه پرمختګ لوی خنډ ګڼل کیږي.