د افغانستان د اوسپنې پټلۍ خپواکه اداره وايي چې په یوې اونۍ کې د دغه هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۵۰۰ ټنه کرنیز توکي بهر ته صادر شوي دي.
د یادې ادارې په یوې خبر پاڼې کې راغلي چې دغه توکي د حیرتان-مزارشریف، خواف هرات او تور غونډۍ اوسپنې پټلیو تمځایونو څخه بار او ترکې، ایران، ازبکستان او قزاقستان ته استول شوي دي.
اعلامیه زیاتوي چې په صادر شویو توکو کې د افغانستان کیفیت لرونکي صادراتي محصولات لکه وچې او لمدې مېوې شاملې دي.
افغانستان یو مصرفي هېواد دی چې دننه پکې ان د پوخ یا اسفالت شوی سړک کړۍ نه ده بشپړه شوې.
دغه شان هېواد ته د تګ راتګ اسانتیاوې د اقتصادي پلوه تر ټولو اړین ګام دی.
افغان ولسمشر له دې مخکې ویلي وو چې ټرانسپورټي اسانتیاوې د سیمې وضعیت بدلولی شي.
له دې سره چې افغانستان د جګړې په یوې اوږدې کشالې کې دی خو بیا یې هم د یو شمېر هېوادونو سره پر پولې د اوسپنې پټلۍ غزولي دي.
په وروستي ګام کې تېره اونۍ د افغانستان-ایران ترمنځ د هرات-خواف د اوسپنۍ پټلۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه چې هر کال د ۶ میلیونو سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد او د یو میلیون سپرلیو د لېږدولو ظرفیت لري.
دغه پټلۍ ۲۲۵ کیلو مټره اوږدوالی لري ۱۴۰ یې د ایران او ۸۵ یې د افغانستان په خاوره کې غځېدلې ده.
د رپوټونو پر بنسټ هره ورځ په عمومي ډول ۲۵۰ واګونه سوداګریز توکي افغانستان ته د اورګاډي پټلۍ له لارې واردیږي.
اوس مهال افغانستان د منځنۍ اسیا، ایران او چین د اوسپنې پتلیو شبکو سره نښلول شوی دی.
له دې مخکې د افغانستان د ټولګټو چارو وزارت امریکا غږ ته ویلي و چې تر ۲۰۳۰ زېږدیز کال پورې به لږ تر لږه پینځه زره کیلو مټره د اوسپنې پتلې په دغه هېواد کې وغځول شي.