واورو پاکستان کې ۲۲کسان مړه کړي

د راپورنو له مخې په پاکستان کې د وروستیو واورو ورېدو له امله ۱۹ کسان مړه شوي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید احمد نن شنبه جنورۍ اتمه (مرغومې ۱۸) ویلي چې دا کسان له اسلام اباد سره نږدې سیاحتي سیمې «مرې» کې په واورو کې د موټرو بندېدو له امله مړه شوي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر همدارنګه ویلي چې د پاتې بند کسانو د ژغورلو لپاره سیمې ته امنیتي ځواکونه رسېدلي دي.

ویل کیږي چې د واورې له وریدو سره زرګونه کسان د مرې سیاحتي سیمې ته تللي وو چې وروسته بند پاتې شوي دي.

د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید ویلي چې په سیمه کې ۱۰۰۰ موټر بند پاتې دي او په خبره یې ځینې ژغورل شوي او د پاتې کسانو د نجات عملیات روان دي.

د نوموړي په وینا له ۱۶ څخه تر ۱۹ کسانو پورې د درندې واورې ورېدو له امله په خپلو موټرو کې مړه شوي دي.

د پاکستاني چارواکو په وینا تیره شپه له یادې سیمې څخه ۲۳۰۰۰ موټر ایستل شوي دي.