نوې څېړنې د کانابیس کارولو جدي خطرونه په ډاګه کړل

د څیړنې لیکوالانو ویلي دي چې کانابیس په جینونو باندې منفي اغیز کوي چې د انسان سپرم زیانمنوي او احتمال لري چې دا ستونزه یې اینده نسلونو ته هم صحي خطرونه وزېږوي.

د یوې نوې څېړني موندنې ښيي چې د کانابیس څخه د جوړېدونکو او اخیستل کېدونکو توکو کارول، چې چرس هم په کې شامل دي، د سرطان او نورو خطرناکو ناروغیو خطر پیدا کوي.

د دغې پلټنې لیکوالانو ویلي دي چې د کانابیس په جینونو باندې منفي اغیز کوي چې د انسان سپرم زیانمنوي او احتمال لري چې دا ستونزه یې اینده نسلونو ته هم صحي خطرونه وزېږوي.

د لویدیځې استرالیا د پوهنتون استاد او د دغه تحقیق یو لیکوال سټوارټ ریس ویلي دي: «د کانابیس د استعمال او جینونو ترمنځ اړیکهمو چې په ډاکه کړې، د اوږد مهال لپاره بد عواقب لري. دغه تحقیق ښکاره کوي چې څنګه د کانابیس د کارونې له کبله جنیټکي زیانونه اینده نسلونو ته انتقالېدای شي.»

د دغه تحقیق تمرکز په مایتوکاندریا باندې دی، دا ځانګړی جوړښت د حجرو د داخلي بهیر لپاره ضروري انرژي برابروي. تر دې مخکې تحقیقاتو کې ښودل شوي وو چې د کانابیس د کارولو او په بدن کې یې د موجودیت له کبله مایتوکاندریا کمه انرژي تولیدوي.

ریس او همکارانو یې د علومو په مجلې کې د خپور شوي مطلب څخه الهام اخیستی و، په دغه مطلب کې ویل شوي وو چې د مایتوکاندریا په فعالیت کې بدلون کروموزومونه تخریبوي، چې له کبله یې په سرطان د اخته کېدو، د ژر بوډا کېدو او ولادي زیانونو خطر ډېروي.

دغو تحقیق کوونکو د کانابیس په اړه په داسې مسائیلو پلټنه وکړه، چې لا سم پیژندل شوي نه وو، په دې کې د کانابیس د کارولو له کبله په مایتوکاندریا او د هغه د جنیټکي زیانونه هم وو. تر دې مخکې په تحقیقاتو کې ښودل شوي وو چې د کانابیس څخه د جوړېدونکو توکو استعمال د خصي سرطان خطر زیاتوي.

له دې هر څه سره سره لا معلومه نه ده چې د کانابیس د مشتقاتو لکه مروانا، وید او چرس څخه پیدا کېدونکي زیانونه تر څومره وخت پورې پاتې وي.

ریس هیله لري، چې د هغه په مشرۍ د نوي تحقیق موندنې، چې تېره اونۍ د اعتیاد د بیولوژۍ په ژورنال کې خپرې شوې، په هغو هېوادونو او ټولنو کې چې د کانابیس کارول په کې قانوني دي، دا بحث وپاروي چې د دغه توکي کارول کولای شي څو نسلونو ته زیان ورسوي.