د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي پولیس شکایت کوي چې مږو یې نیول شوي چرس خوړلې او نشه شوي


د متحده ایالاتو لوزیانا ایالت د نیوآرلینز په ښار کې د پولیسو چارواکي شکایت لري چې د پولیسو لخوا نیول شوي چرس چې د پولیسو په مرکزي قوماندانۍ کې ځای پر ځای شوي، مږې یې خوري او نشه شویدي.

پولیس وایي مږو د څو کالونو راهیسې د پولیسو پدې ودانۍ کې ځای موندلی او چرسو په خوړولو یې پیل کړی.

د نیوآرلینز ښار د پولیسو مشرې آن کیرکپاټریک چې د ښاري شورا غړیو ته یې وینا کوله وویل، "مږې زمونږ چرس خوري او ټولې یې نشه شویدي".

د پولیسو د مرکزي قوماندانۍ دا ودانۍ په ۱۹۶۸ میلادي کال کې جوړه شوې او پولیس د کالونو راهیسې شکایت کوي چې د مږو تر څنګ پکې نورو خزندو هم ځای نیولی او د دوي لخوا نیول شوي چرس خوري.

د پولیسو دې مشرې همدارنګه شکایت کړی چې د ښار چټلوالي له کبله مږې او نورې خزندې په ټولې ولسوالۍ کې خپرې شویدي.

د نیو آرلینز په ښار کې تقریباً ۴۰۰ زره کسان ژوند کوي او د هسپانیې او فرانسې پخوانۍ مستعمرې په توګه د دې ښار اوسیدونکي ځانکړي کلتور او خواړه لري.

پدې ښار کې خلک تر شپې ناوخته بهر وي او خوښۍ لمانځي.
پولیس وایي په مرکزي دفتر کې وضعیت "ناوړه دی" او د څو کالونو راهیسې له چارواکو غواړي چې نوی دفتر ورکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG