چارواکي: سومالیا کې ځانمرګو بریدونو د چارواکو په ګډون ۲۰ تنه وژلي

تصویر: ارشیف

د سومالیا په مرکزي ښار «بلد وین» کې په دریو موټر بمب بریدونو کې لږ تر ۲۰ تنه وژل شوي او ۳۶ نور ژوبل شوي دي.

عیني‌ شاهدانو امریکا غږ ته ویلي دي‌ دوه بریدونه یو په بل پسې وشول او درېیمه یې لږ روسته وشو. لومړي بریدونه د «لاما-ګالای» پوځ مرکز په نښه کړی دی. په دې مرکز کې د سیمه ایز حکومت ادارې هم فعالیت کوي.

په وژل شویو کې د «حیران» د سیمې مرستیال والي ابوکر شیخ مادي او د روغتیا وزیر محمد احمد هم شامل دي.

په سیمه کې د پولیسو یو مشر محمد معلم علي ویلي دي ایالتي‌ وزیران او کمېشنران هم په وژل شویو کې شامل دي. هغه وویل چې بریدګرو خپل له چاودیدونکو توګو ډک موټرونه نن دوشنبه اکتوبر درېیمه (تله ۱۱)‌ په «بلد وین» کې د یوې ولسوالۍ د ودانۍ په لنډې فاصلې کې وچول.

«بلد وین» د سومالیا د مرکز موګادېشو څخه ۳۰۰ کیلو مېتره لېرې دی. عیني‌ شاهدان وايي چې له دویم ځانمرګي برید وروسته یوه بله کوچنۍ چاودنه هم شوې ده.

یو عیني شاهد محمد عدو د فرانسې خبري‌ اژانس ته ویلي دي: «چاودنې لویې وې او ډېرې ودانۍ یې ورانې کړې. ما ځینې مړي هم ولیدل او یو شمېر کسان مې هم ولیدل چې روغتون ته یې منډې وهلې... په دوی کې یې ځینې نه پېژندل کېږي.»

د دغو بریدونو مسئولیت د الشباب ډلې اخیستی دی. دا ډله،‌ چې د القاعده سره تړلې ده، له شاوخوا ۱۵ کالونو راهېسې د سومالیا له حکومت سره په جګړې بوخت ده.