په سومالیا کې عیني شاهدان وایي د یوې حکومت پلوې ملیشو ډلې د الشباب ۴۵ وسله وال وژلي او د څو تنو څخه یې سرونه هم پرې کړي.
درې عیني شاهدانو یکشنبه سپټمبر ۱۸ (وږي۲۷) مطبوعاتو ته ویلي چې دا پیښه د هرشبایل ایالت د هیران په سیمه کې د شنبې په ورځ شویده.
پدې سیمه کې تازه د الشباب د وسله والو او یوې نوې ملیشې تر منځ، چې د حکومت په پلوۍ یې القاعده شبکې پورې تړلو وسله والو په خلاف وسلې اخیستې، جګړو زور اخیستی.
د الشباب ډله چې د القاعده شبکې سره تړلې ده، د ۲۰۰۶ کال راپدیخوا د سومالیا د مرکزي حکومت په خلاف جګړه کوي او غواړي چې پدې هیواد کې شریعت نافذ کړي.
د هیران سیمې اوسیدنکو د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د الشباب وسله والو پدې سیمه کې د خلکو کورونه وران کړي، څاګانې یې له منځه وړي او د عامو خلکو څخه یې سرونه پرې کړي.
پداسې حال کې چې دا سیمه داسې وچکالۍ ځپلې چې په تیرو څلویښتو کالونو کې ساری نلري، خو د الشباب وسله والو بیا هم د دې سیمې د خلکو څخه په زور پیسې اخیستي او همدې کار یې خلک اړ کړي چې د هغوي په خلاف وسله واخلي.
د دې سیمې یو قومي مشر احمد عبدالله د رویټرز اژانس ته ویلي چې د الشباب وسله واله ډلې قوي نده خو د خلکو د ترهولو لپاره کورونو ته اور اچوي، سرونه یې پریکوي او بیا یې په لارو کوڅو کې اچوي.
هغه زیاته کړه، "مونږ یې پر ضد اوس عینې کار کوو. مونږ د الشباب د وسله والو څخه د سرونو د پرې کولو امر ورکړی و. "
ځینې ویډیوګانې چې په ټیلګرام کې خپرې شوي پکې ښودل کیږي چې د الشباب د دوو غړیو څخه سرونه پرې شوي او د لسګونو نورو مړي یې چې نظامي جامې یې پر تن دي، په خاورو کې پراته دي.
د رویټرز خبري اژانس په مستقله توګه نده تائید کړي چې آیا دا ویډیوګانې ریښتیا دي که نه خو عیني شاهدانو ویلي چې دا ویډیوګانې ریښتیا دي.
پخپله عبدالله ویلي چې دکورني غړي یې هلته موجود و او دا مړینه یې ورته تائید کړې.
د حلیمې اسماعیل په نامه د سیمې یوې اوسیدونکې ویلي چې د الشباب وسله وال "غواړي مونږ په دوزخ کې واچوي نو په همدې خاطر زمونږ خلکو د ځان د آزادولو پریکړه وکړله. "
هغه وایي چې یوه لور یې هم په ملیشو کې ده او د جګړې په لومړۍ کرښې کې کلاشینکوف سره جګړه کوي.
د سومالیې د کورنیو چارو وزارت او د الشباب وسله والې ډلې تر اوسه ددې پیښې په هکله تبصره نده کړې.