شریف د شانګهای همکاریو سازمان په غونډه کې د افغانستان په ثبات او د ټولشموله حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ

په پاکستان کې د شانګهای د همکارۍ سازمان سرمشریزه

د شانګهای د همکارۍ سازمان غونډه چهارشنبې اکتوبر ۱۶ (تلې ۲۵) په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات، سوداګرۍ او روغتیا په برخو کې د همکارۍ د زیاتولو له غوښتنې سره پای ته ورسېده.

دا دوه ورځنۍ غونډه د پاکستان په کوربه توب په اسلام اباد کې جوړه شوې وه.

د پاکستان صدراعظم شهباز شريف غونډې ته په خپله وینا کې په افغانستان کې د ټولشموله حکومت غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان خاوره باید د نورو هېوادونو په خلاف استعمال نشي.

شریف وویل: "په داسې حال کې چې نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د بشري ناورین او اقتصادي سقوط د مخنيوي لپاره د اړین ملاتړ هڅې پراخې کړي، د افغانستان موقت حکومت باید د ټولشموله سیاست په لور پیاوړي ګامونه پورته کړي. د سوداګرۍ او ټرانزیټ د داسې تلپاتې مسیرونو لپاره چې د شانګهای د همکارۍ سازمان د ټولو غړو هېوادونو په ګټه وي، په افغانستان کې ثبات لازم دی."

له دې یوه ورځ وړاندې، پاکستان او چین په ګډه اعلامیه کې "د ټولشموله سیاسي چوکاټ جوړولو، معتدل سیاست غوره کولو او ګاونډیانو سره د ښو اړیکو ساتلو ته د افغانستان د هڅولو لپاره د همغږو نړیوالو هڅو" غوښتنه کړې وه.

د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډه کې د چین په شمول د اوو هېوادونو صدراعظمانو او د غړو هېوادونو استازو ګډون کړی و خو طالبانو ته بلنه نه وه ورکړل شوې.

ددې سازمان په لسو غړو کې چین، روسیه، پاکستان، هند، ایران، بېلاروس، قزاقستان، قرغیزستان، تاجیکستان او اوزبیکستان شامل دي او افغانستان او منګوليا یې د څارونکو هېوادونو حيثيت لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د صدراعظم مرستیال محمد اسحق ډار روانه اونۍ په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته وويل چې د ۲۰۲۱ کال په اګست مياشت کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په شانګهای سازمان کې د افغانستان د څارونکي حیثیت "تقریباً ځنډول شوی" یا "غیر فعال" شوی دی.

د هغه په وينا، د دې سازمان غونډې ته د طالبانو د حکومت د استازو نه وربللو پرېکړه سازمان په شريکه توګه کړې ده.

دا مطلب هم ولولئ افغانستان ته د شانګهای سازمان په سرمشريزه کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د شانګهای همکارۍ سازمان د سرمشريزې او دغې غونډې ته د نه بلل کېدو په اړه سمدستي څه نه دي ويلي.

په اسلام اباد کې د دې سرمشريزې پر مهال د دغه ښار زياتره لارې تړل شوي او په هر ډول غونډو بنديز لګول شوی و. حکومت په اسلام اباد او ورسره جوخت ښار راولپنډۍ کې د دریو ورځو عمومي رخصتي اعلان کړې وه.

تر دې وړاندې، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د اکتوبر له پنځمې (تله ۱۴) څخه د اکتوبر تر ۱۷ (تله ۲۶) پورې د اسلام اباد امنيتي دنده پوځ ته سپارلې چې دا ډول د شانګهای همکارۍ سازمان د سرمشريزې پر مهال د پلازمېنې امنيت او نظم وساتي.

شانګهای همکارۍ سازمان په ۲۰۰۱ کال کې جوړ شو او چين، روسیه، قرغيزستان، قزاقستان، تاجیکستان او اوزبیکستان یې لومړني غړي و. پاکستان او هند په ۲۰۱۷ کال، ايران په ۲۰۲۳ کال او بېلاروس د روان کال په جولای مياشت کې ددې سازمان غړيتوب تر لاسه کړ.