د نوبل د فزیک جایزه د امریکا، جرمني او سویډن ساینسپوهانو ته ورکړل شوه

د نوبل د فزیک د سږ کال د جایزې ګټونکي ساینسپوهان

د نوبل د فزیک سږنۍ جایزه د سه شنبې په ورځ اکتوبر درېیمه (میزان۱۱) د امریکا د متحدو ایالتونو د اوهایو د پوهنتون استاد پيير اګوستیني، د جرمني د مونیخ پوهنتون استاد فرنس کراوس او د سویډن د لوند پوهنتون استادې اني لولیر ته ورکړل شوه.

د نوبل جایزې سلطنتي اکاډمۍ ویلي دي چې د دغو ساینسپوهانو تجربو او ازماېښتونو «نوي وسائیل د بشریت په اختیار کې ورکړل چې نړۍ د مالیکولونو او اتومونو په منځ کې الکترونیکونو ته انکشاف ورکړي.»

محاسباتو ښودلې ده چې الکترونونه د ۲۲۰۰ کیلو متر په سرعت د اتوم د هستې شاوخوا ګرځي او د دغو دریو ساینسپوهانو د نوي میتود او طریقې په کارولو سره د ثانیې په کوچني واحد کې الکترونیکونه لیدل کېدای شي او د انرژۍ تغیرات یې ارزول کېدای شي.

په اوسني وخت کې د دغو ساینسپوهانو تجربې او کشفیات د کایناتو د لا ښه درک لپاره کارول کېږي، خو ویل کېږي چې په اینده کې به له دغو نویو کشفیاتو څخه په برېښنايي او د ناروغیو په تشخیص کې هم ګټه واخیستل شي.

د فزیک د نوبل جایزو د کمېټې مشر ایوا اولسون وویل: «د اتوثانیې علم موږ ته دا زمینه برابره کړه، چې د فوټوالکتریک د زماني د مقیاس اغیزو ته رسیدګي وکړو، چې له همدې کبله البرت انشټین په ۱۹۲۱ کال کې د نوبل د فزیک جایزه وګټله.»

د نوبل د فزیک جایزه د معنوي ارزښت تر څنګ، یو میلیون ډالر نقدي جایزه هم لري چې د دغو دریو سایسنپوهانو ترمنځ به ووېشل شي.

تېره ورځ دوو امریکايي څېړونکو کتلین کاریکو او درو ویسمن ته د طب د نوبل جایزه ورکړل شوه. د دوی پلټنو د کروناویروس ضد واکسینونو «فایزر او مدرنا» تولید ته لاره پرانیستله.

د نوبل د کیمیا د جایزې ګټونکي به سبا اعلانېږي او د ادبیاتو د جایزې ګټونکي به د پنجشنبې په ورځ. همدغه راز د اقتصاد د نوبل جایزه به د اکتوبر په نهمه نېټه اعلان شي.