په هند کې د موسم د څار اداره وايي چې د بنګال له خلیج څخه الوتلی د "ډانا" طوفان د پیاوړتیا په حال کې دی او ښايي په یو ساعت کې د۱۲۰ کیلومتر په سرعت باد سره پنجشنبې اکتوبر ۲۳ (لړم ۲) د هند ساحل ته ورسیږي.
د ختیځ اودیشا ایالت په ۱۴ ولسوالیو کې ښوونځي تړل شوي او سیلانیانو ته ویل شوي چې له ساحلي سیمو څخه ووځي.
د هند د بیړنیو حالاتو سره د مبارزې ادارې ویلي چې له کب نیونکو غوښتنه شوې ده چې له سمندر څخه لیرې پاتې شي.
ددغې ادارې چارواکو ویلي د ژغورنې کارکوونکي د تیارسی په حالت کې دي او د پورې په ساحلي ښار کې د جګنات معبد د زیارت لپاره تللیو سیلانیانو ته ویل شوي چې له دغه ښار څخه ووځي.
د اودیشا په ایالت کې چارواکو خبرداری ورکړی چې په راتلونکو دریو ورځو کې د شدیدو بارانونو، سیلاب او ځمکې ښویېدو د پېښو امکان شته او کولی شي کورونو، سرکونو، فصلونو او د بریښنا ستنو ته زیان ورسوي.
د اودیشا ایالت وخت په وخت له سمندر څخه د الوتونکو طوفانونو سره مخامخ کیږي، خو دغه ایالت له بیړنیو حالاتو سره د مبارزې چارې پیاوړې کړي او توانیدلی چې په طوفانونو کې د زیانونو او تلفاتو د اوښتو اندازه کمه کړي.