د جرمني صدراعظم اولاف شولتز چې حکومت یې له سیاسي بحران سره مخامخ دی، چهارشنبې نومبر ۱۳ (لړم ۲۳) وویل چې په امریکا کې د منتخب ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرمپ له ټاکل کېدو وروسته له واشنګټن سره ژورې اړیکې پالي او د جګړه ځپلي اوکراین ملاتړ ته به دوام ورکوي.
د جرمني دغه منځني-چپ اړخي مشر پارلمان ته په وینا کې د خپل حکومت ننګه وکړه او راتلونکي اقدامات یې څرګند کړل. ټاکل شوې چې په دغه هېواد کې د فبروري په ۲۳مه له وخت وړاندې عمومي ټاکنې وشي.
د شولتز د درې ګوندونو ایتلافي حکومت تېره اونۍ په امریکا کې د ولسمشر په توګه د ټرمپ د ټاکل کېدو سره په یوه ورځ په داسې حال کې ړنګ شو چې د جرمني اقتصاد له سختو ننګونو سره مخامخ ګڼل شوی دی.
شولتز وویل درې ورځې وړاندې یې له ټرمپ سره "ښې خبرې اترې" لرلې، او ټینګار یې وکړ چې د امریکا سره د جرمني اړیکې "د راتلونکو لسیزو دپاره زموږ د هېواد د بریالیتوب اساس جوړوي."
د جرمني صدراعظم وویل: "موږ باید، پرته له دې چې دلته او هلته څوک په واک کې دی، په راتلونکو لسیزو کې خپله پوره هڅه وکړو چې د دغو اړیکو وده دوام ولري."
په داسې حال کې چې د ۲۰۲۲ د فبروروي راهیسې، اوکراین د روسیې د یرغل په وړاندې په جګړه کې د دریم ژمي رارسېدو ته تیاری نیسي، د امریکا په ټاکنو کې د ټرمپ بري له اوکراین څخه د امریکا د ملاتړ د دوام په اړه شکونه پیدا کړي دي.
اولاف شولتز، چې هېواد یې له امریکا وروسته، د کیف دپاره د پوځي مرستو او وسلو ترټولو ستر چمتو کوونکی دی، ژمنه وکړه چې د جرمني مرستې به بندې نشي.
هغه وویل: "موږ مسئولیت لرو ډاډ ترلاسه کړو چې اوکراین یوازې پاتې نشي" او زیاته یې کړه چې کیف "زموږ پر هېواد او زموږ په پیوستون تکیه کولی شي."
شولتز وویل دا هم ډیره مهمه ده چې "موږ پوره هڅه وکړو ترڅو ډاډمن شو چې دا جګړه نوره پراخه نشي او موږ یې برخه نشو."