روسیه: طالبانو سره اړیکو پراخیدو لپاره باید ددغې ډلې نوم تروریستي ډلو له نوملړ څخه وایستل شي

روسیه د ۲۰۰۳ کال راهیسې د طالبانو غورځنګ د یوې تروریستي ډلې په توګه پیژني او ددغه هیواد د تروریستي ډلو په نوم لړ کې شامل کړی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې مسکو طالبانو سره د اړیکو پراختیدو ته لیواله دی، خو تر هغې چې د طالبانو د ډلې نوم د روسیې د فدراسیون د تروریستي ډلو په نوملړ کې شامل وي دا کار ممکن نه دی.

د روسیې دولتي خبري اژانس تاس د چهارشنبې د ورځې ناوخته نومبر۲۷( لیندۍ اووم) په یو راپور کې ددغه هیواد د بهرنیو چارو د وزارت د ویاندې ماریا زاخارووا له قوله د طالبانو سره د اړیکو ښه کیدل د روسیې پر وړاندې د هرډول ګواښونو سره د مبارزې لپاره مهم ګڼلي دي.

روسیه د ۲۰۰۳ کال راهیسې د طالبانو غورځنګ د یوې تروریستي ډلې په توګه پیژني او ددغه هیواد د تروریستي ډلو په نوم لړ کې شامل کړی دی.

د هیوادونو د تروریستي ډلو په نوملړ کې د ډلو شاملیدل دغه هیوادونه دغسې ډلو سره د رسمي تعامل څخه منع کوي.

خو روسیې په وروستیو کلنو په ځانګړي ډول د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې وروسته له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او په دغه هیواد کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته دغې ډلې سره خپلې اړیکې پراخه کړي دي.

ماریا زاخارووا ویلي: "مونږ په پرله پسې ډول دا اعلان کړی چې روسیه د نړۍ د نورو سترو قدرتونو په څیر نیت لري چې کابل سره د تروریستي ډلو د ګواښونواو د نشه يي توکو د قاچاق چې د افغانستان له خاورې منشا اخلي په ګډون د علاقې وړ ګډو مسلو په برخه کې عملي همکارۍ ته وده ورکړي".

د میرمن زاخارووا د وینا له مخې طالبانو سره د همکارۍ د پراخیدو لپاره اړتیا ده چې " پر طالبانو باندې د تروریست ټاپه ایسته کړای شي".

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د روسیې پارلمان (دوما) ته وړاندې شوې لایحې ته په اشارې وویل چې ددغه هیواد د پارلمان ځینو غړو پارلمان ته یوې لایحې د تصویب لپاره یو وړاندیز چمتو کړی چې له مخې یې د "طالبانو نوم په موقتي توګه د روسیې د تروریستي ډلو له نوملړ" څخه ایسته کیږي.

روسیې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته نه یوازې په کابل کې خپل سفارت پرانیستی او د طالبانو حکومت ته یې خپل نوی سفیر استولی دی، بلکې په مسکو کې د افغانستان د سفارت چارې یې هم د طالبانو د حکومت دپلوماتانو ته سپارلي دي.

طالبانو د ۲۰۲۱ اګست په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړی، خو په تیرو څه باندې دریو کلنو کې ددغې ډلې حکومت د روسیې په ګډون د هیڅ کوم هیواد یا نړیوال سازمان له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی.

تیره اونۍ د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اندري روډینکو د دغه هیواد له خوا د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندلو مسله د تروریستي ډلو له نوملړ څخه د طالبانو د غورځنګ د نوم د ایستلو پورې تړلې وګڼله او ویې ویل چې اوس مهال د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندلو په اړه خبرې له وخت څخه وړاندې دي.

هغه د نومبر۲۴(لیندۍ څلورم) د تاس اژانس ته ویلي چې د تروریستي ډلو د نوملړ څخه د طالبانو د غورځنګ د نوم ایسته کولو لپاره کار لا هم دوام لري.

هغه ویلي: "د اوسنیو افغان مقاماتو [طالبانو] د رسمیت پيژندلو د مسلې په اړه، تراوسه دا له وخت وړاندې ده چې په دې هکله خبرې وشي. پریږدئ چې په تدریجي ډول اقدمات ترسره شي، قدم په قدم، خو مونږ په دې بهیر کې د مصنوعي خنډونو د رامنځ ته کولو نیت نلرو".

اندري روډینکو ویلي چې د تروریستي ډلو د نوملړ څخه د طالبانو د غورځنګ د نوم ایسته کولو د بهیر بشپړیدل به د دغه هیواد او د طالبانو ترمنځ په بیلابیلو برخو کې په ځانګړي ډول اقتصادي اړیکو کې د تعامل د زیاتیدو سره مرسته وکړي.

د طالبانو سره د روسیې د فدراسیون د اړیکو د پراخیدو د هڅو په لړ کې ددې اونۍ په سر کې د دغه هیواد د امنیت د شورا د عمومي منشي په مشرۍ یو پلاوي کابل ته سفر وکړ او د طالبانو د لوړ پوړو چارواکو سره یې د دواړخیزو اړیکو د پراختیا په ګډون په یو لړ مسلو خبرې وکړې.

د طالبانو د حکومت د رئیس والوزرا اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر دفتر د نومبر ۲۵ (لیندۍ پنځمه) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې یوه ویډیو خپره کړه چې په کې سرګې شویګو او له هغه سره مل پلاوی له ملا برادر سره د خبرو په حال کې لیدل کیږي.

په دغه ویدیویي راپور کې ویل شوي چې په کتنه کې د سوداګریزو، اقتصادي او ترانزیتي مسایل خبرې شوي او ملا برادر پکې په اقتصاد محوره بهرني سیاست ټینګار کړی دی.

بل خوا د طالبانو حکومت د دفاع وزیر هم د تیرې دوشنبې په ورځ په یوه جلا اعلامیه کې ویلي چې سرګې شویګو له دفاع وزارت له سرپرست ملا محمد یعقوب مجاهد سره کتلي او دواړو د اقتصادي، سوداګریزو او امنیتي مسایلو په اړه خبرې کړي دي.

د طالبانو د دفاع وزارت د اعلامیې له مخې، مجاهد د تروریستي ډلو له لیست څخه د طالبانو د نوم د لیرې کولو لپاره د "روسیې له هڅو" مننه کړې او د "دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا" غوښتنه کړې ده.