د روسیې دفاع وزارت په سیمه ایز وخت دوشنبه اکټوبر ۲۸ ( لړم اوومه) ویلي چې د اوکراین سره ګډې پولې ته څیرمه یې په ګڼو سیمو کې تر سلو ډیرې د اوکراین بې پیلوټه یا ډرون الوتکې نسکورې کړیدي.
دې وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې ټول ټال ۴۵ ډرون الوتکې د بریانسک په سیمې کې کې نسکورې شوې چې د اوکراین او بیلاروس سره په ګډې پولې باندې پروت دی او ۲۶ نورې بیا د بیلګراد په سیمې کې له منځه وړل شوي چې د روسیې په جنوب کې پروت دی.
په اعلامیې کې همدرانګه ویل شوي چې اتلس نورې دا ډول الوتکې د اوکراین پولې څخه تقریباً ۴۰۰ کیلو مټره لیرې د تامبوف په سیمې کې نسکورې شویدي.
د روسیې د دفاع وزارت معلوماتو له مخې تر ۵ ډیرې بې پیلوټه الوتکې د کورسک په سیمې کې شنډې شوي چې اوکرایني ځواکونه پکې د تیرې اګست میاشتې راهیسې د روسیې په خاورې کې تعرضي عملیات کوي او سلګونه کیلو متره مربع ځمکه یې نیولې ده.
روسیه تقریباً هره ورځ د هیواد په بیلا بیلو برخو کې د اوکراین لخوا د توغول شویو ډرون الوتکو د نسکورولو خبر ورکوي او د کیف چارواکي بیا وایي پدې الوتکو په روسیه کې د انرژۍ په زیربناوو بریدونه کوي او زیاتوي چې دا کار د اوکراین په خاورې کې د روسیې د بمباردونو په غبرګون کې کوي.