د شمالي اتلانتیک تړون سازمان (ناټو) عمومي منشي مارک روته د دوشنبې په ورځ، دسمبر نهمه (لیندۍ ۱۹مه) وویل، چې روسیه او ایران د سوریې د پرځېدلي ولسمشر بشارالاسد د رژیم په جنايتونو کې شریک دي.
روته زیاته کړه، چې روسیه او ایران د اسد د رژیم اصلي ملاتړي وو او د هغو جنايتونو مسؤل دي چې د سوریې د خلکو پر وړاندې ترسره شوي دي.
هغه وویل: "هغوی [ایران او روسیه] د اسد په پرېښودو سره، کله چې هغه ورته اړتیا لرله، دا هم جوته کړه چې بې باوره شریکان دي."
د ناټو عمومي منشي همداراز، د بشار الاسد د واکمنۍ پای د سوریې او سیمې لپاره د خوښۍ شیبه وبلله، خو په ورته وخت کې یې دا د سوریې خلکو او سیمې لپاره د بېسرنوشتي حالت نښه وګڼله.
هغه زیاته کړه: "موږ د واک د سوله ییز لیږد او د سوریې د خلکو په مشرۍ د یو ټولشموله بهیر د پیل تمه لرو."
روته څرګنده کړه چې د ناټو غړي هېوادونه په سوریه کې د واک د لیږد پر مهال د مخالف وسله وال ایتلافي ځواکونو کړنې له نږدې څاري.
هغه ټینګار وکړ چې د سوریې اوسني واکمنان باید قانون پلی کړي، د ملکي وګړو ساتنه وکړي او د مذهبي اقلیتونو درناوی وکړي.
د ناټو عمومي منشي دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې، چې د بشار الاسد رژیم د ۱۳ کلنې کورنۍ جګړې په پایله کې، چې په ظالمانه توګه د اعتراض کوونکو په ځپلو پیل شوی و، نسکوره شو.
په دې جګړه کې له ۵۰۰ زرو زیات کسان ووژل شول او د دې هېواد شاوخوا ۵۰ سلنه وګړي د کور دننه او بهر بې ځایه شول.
ناټو اوس وخت د اوکراین د جګړې له امله، له مسکو او تهران سره په ټکر کې دی او په منځني ختیځ کې یې رول ډیر محدود دی.