د امریکا د ادیانو د ازادۍ راپور: طالبانو د مذهبي اقلیتونو حقونه تر پښو لاندې کړي

په کابل کې د سخي زیارت په شاوخوا کې د طالبانو ساتونکي

په نړۍ کې د ادیانو د ازادۍ په اړه د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت راپور د افغانستان په هکله وایي چې د طالبانو حکومت د شریعت څخه د خپل تفسیر پر بنسټ ټولنه اداره کوي او مذهبي اقلیتونه د دې حکومت له بشپړ ملاتړ څخه برخمن نه دي.

په دغه راپور کې د باوري سرچینو لکه د بشري حقونو سازمانونو او په ۲۰۲۳ کال کې د هدفي تاوتریخوالي د قربانیانو د راپورونو په حواله، د دغو اقلیتونو د حقونو څخه د سرغړونې په اړه د اندېښنو د زیاتوالي خبر ورکړی دی.

په راپور کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ په حواله راغلي چې په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمن کیدو راهیسې "اقلیتونه، په تېره بیا مذهبي اقلیتونه هېڅکله له بشپړ خوندیتوب څخه برخمن نه وو."

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په دې راپور کې د ګڼو سرچینو په حواله لیکلي دي چې طالبانو "شیعه مذهبه ټولنه د دې لپاره له پامه غورځولي چې له هېواد څخه وتلو ته یې اړ کړي". په دې راپور کې هزاره مشرانو د طالبانو له خوا د هزاره ګانو هدفي وژنو ته اشاره کړې چې په دې کې په ارزګان کې د یو هزاره سړي او د هغه د زوی سرونه پرې کول شامل دي او د دغو سرچینو په وینا، د طالبانو له خوا د هزاره ګانو "وژنې، شکنجه او په زوره بیځایه کونې" او په څو ولایتونو کې د هغوی د ځمکو او کورونو غصب کول دوام لري.

د دغه راپور د موندنو له مخې طالبانو د خصوصي ښوونځیو په ګډون په ټولو ښوونځیو کې د شیعه فقهې په تدریس بندیز لګولی دی. د شیعه ټولنې مشرانو ویلي دي چې د طالبانو په ولایتي شورا کې هیڅ شیعه دیني عالم نه دی شامل. طالبانو په سلګونو ملایان او شیعه امامان بدل کړي او په لسو ولایتونو کې یې د "جهادي" نصاب لرونکې دیني مدرسې له نورو مدرسو څخه په جلا نصاب پرانیستې دي.

په دغه راپور کې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ له قوله ویل شوي، چې په افغانستان کې د شیعه هزاره ګانو پر ضد د داعش د خراسان څانګې بریدونه "سیستماتیک" بریدونه دي او دا بریدونه په راپور کې غندل شوي.

له بلې خوا د مذهبي اقلیتونو غړي وايي چې د تاوتریخوالي، ځورونې او ټولنیز تبعیض د وېرې له امله په عامه توګه د خپلو عقایدو له څرګندولو ډډه کوي. په دغه راپور کې ویل شوي، چې مسیحیان، احمدي مسلمانان، بهایيان، هندوان او سیکهان د امکان تر حده په ټولنه کې له ګډون څخه ډډه کوي او په پټه ژوند کوي او غواړي له افغانستان څخه ووځي.

دا راپور په ډاګه کوي چې غیر مسلمان مذهبي اقلیتونو لکه سکهانو، هندوانو، عیسویانو او بهاییانو د مسلمانانو له خوا د ځورونې راپور ورکړی او ویلي یې دي چې دوی د خپل مذهبي هویت له څرګندولو څخه ویره لري.

د تېر کال د جولای په میاشت کې د حضرت مسیح د کلیساګانو ادارې، چې یو مذهبي بنسټ دی، اعلان وکړ چې "طالبان په افغانستان کې د عیسویت یا بل کوم مذهبي اقلیت په بشپړه توګه د له منځه وړلو لپاره کار کوي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې زیاته کړې چې د ۲۰۲۳ کال په اوږدو کې د امریکا حکومت د مهاجرت، د پناه غوښتونکو د بیا میشت کولو له لارې د مذهبي اقلیتونو د سلګونو زیانمنونکو غړو په ایستلو کې مرسته کړې. د متحده ایالاتو حکومت همداشان د بشردوستانه مرستو چمتو کولو او د افغانانو نورو لومړني اړتیاو پوره کولو ته ژمن دی او د طالبانو سره په خپلو تعاملاتو کې "بشري حقونو ته په درناوي او د هغې جملې څخه په مذهبي ازادۍ" باندې ټینګار کوي.

په افغانستان کې د مذهبي ازادۍ په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه راپور په داسې حال کې خپور شوی چې په نړۍ کې د مذهبي ازادۍ په اړه د امریکا د متحدو ایالتونو کمیسیون د ۲۰۲۴ کال په خپل نوي راپور کې د افغانستان په اړه چې د چهارشنبې په ورځ خپور شو ویلي چې د طالبانو حکومت د مذهبي اقلیتونو د مذهب د ازادۍ څخه سرغړونه کوي.

د دغه کمیسیون د راپور له مخې افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې د مذهبي ازادیو په برخه کې تر ځانګړې اندېښنې لاندې دي او دغه کمېسیون وايي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته یې سپارښتنه کړې چې د افغانستان، اذربایجان، هند، نایجیریا او ویتنام په کې شامل دي، "د ځانګړې اندیښنې لاندې هیوادونو په لیست کې واچوئ".

په افغانستان کې د مذهبي ازادۍ د هڅونې لپاره د متحده ایالاتو پالیسي
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دغه کلني راپور په پای کې د طالبانو د حکومت پر وړاندې په هغه هېواد کې د مذهبي سرغړونو د مخنیوي لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو پالیسي او اقدامات تشریح شوي دي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په کابل کې د خپل سفارت له تړلو وروسته، متحده ایالاتو د افغانستان په برخه کې خپل ډپلوماتیک ماموریت له قطر څخه پیل کړ چې په هغه کې "د طالبانو سره د متحده ایالاتو تعامل پر ښځو او نجونو باندې لګول شویو محدودیتونو ته په پام سره، چې په کې د مذهبي اقلیتونو حقونه، د مذهب ازادي، او د بشري حقونو معیارونو ته غاړه ایښودل شامل دي" ترسره کیږي.

دغه ښکیلتیا د افغانستان په چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي توماس ویست او د ښځو په چارو کې د امریکا د ځانګړې استازې رینا امیري له خوا پر مخ بیول کیږي او هغوی د طالبانو سربېره په افغانستان کې د مدني ټولنې او د ښځو د حقونو د فعالانو له استازو سره هم ګوري.

همدارنګه، متحده ایالات له خپلو نړیوالو شریکانو سره په ګډه کار کوي چې طالبانو ته یادونه وکړي چې دوی باید د افغانستان د وګړو مذهبي عقایدو ته له پام پرته د ټولو افغانانو د حقونو د درناوي په برخه کې خپل مسولیت ادا کړي.

متحده ایالاتو پر طالبانو او د حقاني شبکې پر غړو ځینې بندیزونه لګولي دي او دا بندیزونه په دې ډول طرحه شوي چې د بشري مرستو رسولو او د افغانستان د مالي او سوداګریزو تاسیساتو فعالیتونو ته زیان ونه رسوي.

د ۲۰۲۳ کال د دسمبر په ۲۹، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن طالبان د مذهبي ازادۍ د سختو سرغړونو له امله د نړیوالې مذهبي ازادۍ د قانون له مخې بیا د "ځانګړې اندېښنې" په توګه معرفي کړل.