طالبان وايي د کابل-سالنګ او کابل-بامیان لویې لارې بیرته پرانیستل شوې

د سالنګ لویه لار

د طالبانو د حکومت د فواید عامې وزارت وايي‌ د کابل-سالنګ او کابل-بامیان لویې لارې چې د سختو بارانونو او سیلابونو له امله تړل شوې وې بیرته پرانیستل شوي دي.

د دغه وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس د شنبې په ورځ مۍ ۲۵‌ (جوزا ۵) وویل د کابل-سالنګ لویه لاره چې په سالنګونو کې د سیلابونو د راوتلو له امله تړل شوې وه له یوې ورځې وروسته د موټرو د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوه.

حق‌شناس زیاته کړه چې د سالنګ لاره د هر ډ‌ول موټر د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوې ده خو لا هم د حفظ او مراقبت کارکوونکي‌ د لارې پر پاکولو بوخت دي.

د سالنګ لویه لاره د افغانستان یو له عمده لارو څخه ده چې د دغه هیواد د شمال او شمال ختیځ نهه ولایتونه سره نښلوي. پر دې سربیره د منځنۍ اسیا او سویلي اسیا ترمنځ د سوداګریزو توکو د ترانزیت
لپاره هم له دغې لارې څخه استفاده کېږي.

د طالبانو د فواید عامې وزارت همداشان ویلي‌ چې د کابل ـ بامیان لویه لاره هم چې د سختو بارانونو له امله د پروان ولایت د غوربند درې په ځینو برخو کې تړل شوې وه بیرته پرانیستل شوې ده.

د حق‌شناس په وینا دغه لاره تیره ورځ د موټرو په مخ تړل شوې وه او د دغه وزارت د کار د قوې د هڅو په نتیجه کې له څو ساعتونو وروسته بیرته پرانیستل شوه.

د طالبانو د حکومت د معلوماتو په اساس د دغو بارانونو له امله د شینوارو او سیاه‌ګرد ولسوالیو په څو برخو کې سیلابونه راوتلي و چې د سیمې اوسیدونکو ته د مالي زیانونو سربیره یې د کابل ـ بامیان لویه لاره هم تخریب کړې وه.

په تیره یوه میاشت کې په افغانستان کې د بارانونو له امله خونړي او ویجاړوونکي‌ سیلابونه راووتل. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې په دغو سیلابونو کې د بغلان،‌ بدخشان او تخار ولایتونو د ۲۱ ولسوالیو اوسیدونکو ته درانه ځاني او مالي‌ زیانونه اوښتي‌ دي.

د مۍ په ۱۰مه (ثور ۲۱) د بغلان په برکه،‌ نهرین،‌ مرکزي‌ بغلان او پلخمري‌ ښار کې د سیلابونو راوتلو له امله ۳۱۰ کسان مړه شوي او ښايي دا شمیره نوره هم پورته شي.

همداشان د طالبانو د چارواکو په وینا د مۍ په ۱۷مه (ثور ۲۸) د غور ولایت په مرکز فیروز کوه او دولتیار،‌ شهرک،‌ تولک،‌ دولینه،‌ مرغاب او لعل سرجنګل ولسوالیو کې هم لږ تر لږه ۵۰ کسان په سیلابونو کې مړه شوي‌ دي‌ او لسګونه نور ورک دي.

طالبانو ویلي‌ چې د انساني‌ تلفاتو سربیره دغو سیلابونو خلکو ته درانه مالي‌ زیانونه اړولي‌ او دغه راز یې د کرنیزو ځمکو، ښوونځیو،‌ کلینیکونو او لویو لارو په ګډون زیات شمیر عامه تاسیسات ویجاړ کړي‌ دي.